ټکنالوژي

د نړۍ تر ټولو کوچنی ځیرک موبایل معرفي شو

اوس وخت کې داسې کوم کس به نه وي چې موبایل سره اشنايي ونه لري خو ایا د نړۍ تر ټولو کوچنی موبایل مو لیدلی؟

یوې کمپنۍ د نړۍ تر ټولو کوچنی موبایل جوړ کړی چې د کاروونکو ټولې بنسټیزې اړتیاوې بشپړوي او یوازې ۴۶٫۷ ملي متره اوږدوالی او ۱۳ گرامه وزن لري.

د نړۍ دغه تر ټولو کوچنی موبایل زېنکو نومې برتانوۍ کمپنۍ جوړه کړې.

زېنکو کمپنۍ دغه موبایل معرفي کولو پر مهال وویل: «موږ ویاړو چې د نړۍ تر ټولو کوچنی موبایل مو جوړ کړی. دغه موبایل دومره کوچنی دی چې کاروونکي لپاره په دې باور چې ایا دا رښتیا دی او کار کوي ستونزمن دی.»

د دغه موبایل له لارې اړیکې نیول کېدای شي او لیکلي پیغامونه هم استول کېږي.  سربېره پر دې د ۳۰۰ شمېرو او ۵۰ لیکل شوو پیغامونو د ثبتولو وړتیا هم لري.

دغه موبایل ټایني ټي۱ (Tiny T1) نومول شوی چې په 2G سرعت کار کوي او یو ځل بشپړ چارج سره درې پرلپسې ساعتونو لپاره پرې خبرې کېدای شي. عادي حالت کې درې ورځو لپاره چارج ساتي.

ټایني ټي۱ موبایل ۰٫۴۹ انچه اولېډ (OLED) ډوله مخ‌پاڼه لري او د چارجولو لپاره په کې یو مایکرو یو اېس بي پورټ هم ځای پر ځای شوی.

د کوچني سیمکارت لپاره ځای، په بشپړه توگه فعال کېبورډ او یو کوچنی سپیکر هم لري.

کمپنۍ وايي چې دغه موبایل يي په ځانگړي ډول بېړنیو حالاتو کې د کارولو لپاره جوړ کړی چې دغو حالاتو کې د کاروونکو بنسټیزې اړتیاوې ځوابولای شي.

کاروونکي دغه موبایل د کک سټارټر له وېب پاڼې څخه په ۳۵ پاونډه پېرېدلای شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون