پاکستان او ايران

ایران په ټيليگرام بنديز لگوي

د ټيليگرام ټولنيزې شبکې مشر ويلي، چې ایراني چارواکو پرېکړه کړې، د ټيليگرام خدمتونه په خپل هېواد کې وتړي.

د ټيليگرام مشر پاول دوروف وايي،  ایران له دوی غوښتي، چې په هېواد کې د روانو لاريونونو د انځورونو او ويډيوياگانو د خپرېدو مخنیوی وکړي، خو هغه مهال، چې د ټيليگرام ادارې له دغه وړاندیز سره مخالفت وکړ، ایران په خپل هېواد کې د ټيليگرام د بندلو پرېکړه وکړه.

د ټيليگرام مشر دا خبره په داسې حال کې کړې، چې ایرانيان لا هم ټيليگرام ته لاس رسی لري.

په ایران کې د روانو لاريونونو پر مهال تېره ورځ د ایران د مخابراتو وزير محمد جواد اذري جهرمي له ټيليگرام ادارې غوښتي و، چې د هغه لاريون کوونکي ځانگړی حساب وتړي، چې خلک له تاوتريخوالي ډک لاريون او د لاسي بمونو کارولو ته رابولي.

تر دې غوښتنې څو ساعته وروسته ټيليگرام اعلان وکړ، چې د ایران «آمد نیوز» خبري اژانس کانال په گډون يې درې حسابونه تاوتريخوالي ته د لمسون له امله تړلی دی.

په ایران کې له تېرو څو ورځو راهيسې د حکومت د بهرنۍ تگلارې پر ضد لاریونونه روان دي او دغه لاريونونه په تاوتريخولي اوښتي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، چې تر اوسه په دغو لاریونونو کې لسگونه کسان نيول شوي او دوه تنه د پولیسو په ډزو وژل شوي دي.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک گواښ کړی، که لاریونوال له تاوتريخوالي او دولتي املاکو ته له زیان رسولو لاس وا نخلي، دوی به يې «په اوسپنیز ځواک مات» کړي او په هېواد کې د ټيکاو لپاره به هر ډول گام پورته کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون