افغانستان سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ: پاکستان د ميلياردونو  ډالرو مقابل کې له درواغو او چل پرته هېڅ نه دي راکړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې امریکا پاکستان ته د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره له ۳۳ ميلياردو ډالرو زياتې مرستې ورکړي، خو پاکستان يې په ځواب کې له درواغو او چل پرته هېڅ نه دي کړي او زياتوي، چې «دا کارونه نور د منلو وړ نه دي.»

ولسمشر ټرمپ ويلي، چې امریکايي چارواکو په تېرې يوې نيمې لسيزې کې پاکستان ته له دري دېرش ميلياردو ډالرو مرستې په ورکولو «بې عقلي» کړې او پاکستان يې په مقابل کې هغو ترهگرو ته ځای ورکړی، چې «موږ يې په افغانستان کې په نښه کوو او نور به دغه لړۍ ونه چلېږي.»

د امریکا د ولسمشر د څرگندونو په غبرگون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې امریکا په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخ ده او نه شي کولای، چې د خپلې ناکامۍ پړه پر بل چا واچوي.

خواجه اصف په خپل ټويټ او «جيو» خصوصي ټلويزيون سره په مرکې کې ويلي، چې «نړۍ ته به ډېر ژر د ځمکنيو حقايقو او فرضي دعوو تر منځ توپير روښانه شي.»

خواجه اصف او د پاکستان د دفاع وزير خرم دستگير هم ويلي، چې دوی پر خپلې خاورې د امریکا جگړه نه شي کولای او د ټرمپ دغه څرگندونې يې هم «ناسمې» بللي دي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې ډونلډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو وخت پر وخت له پاکستانه غوښتنه کوله، چې  د ترهگرۍ ضد جگړې کې خپلې هڅې نورې هم گړندۍ کړي او د تېر کال اکټوبر مياشت کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د امریکايي+کاناډايي جوړې له ژغورلو وروسته ټرمپ په خپل ټويټ د پاکستاني پوځيانو د کړنو ستاينه کړې وه او د ښو اړيکو هيله يې څرگنده کړې وه، خو دا لومړی ځل دی، چې ولسمشر ټرمپ پاکستان ته په دومره څرگنده ژبه گواښ کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون