سلايډ (فيچر) نظر

د سولې شورا د فنډ په لټه کې

ډاکټر فيض محمد ځلاند

ډاکټر فیض ځلاند

د سولې عالي شورا چې له تیرو څو پرلپسې کلونو د سیاسي رشوت، بډو او د چور، تالان ځای بللی کیږي، لا هم په ډالرو کې غوپې وهي، په ورستیو کې گڼو سفارتونو دې شورا ته د مالي مرستو یا فنډ له ورکولو ډډه کړي ده. په ځانگړې توگه اروپايي اتحاديې تور پورې کړی چې دا شورا یوازي تش په نوم د هغو افغانانو د خوشحالولو په حجره بدله شوي چې د حکومت  لپاره په رسنیو کې سر خوږ جوړولی شي، یا یې سیاسي مخالفت ته کار ویلي شي.

د دې تر څنگ، په دې شورا کې د مالي فساد، اداري فساد او حتی اخلاقي فساد دوسیو شتون هغه څه دي چې پر دې شورا يې د افغان ولس، د حکومت د مخالفینو او بهرنیانو بارو را ټیټ کړی دی. د کریم خلیلي مشرتوب د دې شورا لپاره د یو بل سیاسي رشوت، قومي انډول او په سوله د ریشخند یوه پلمه ده. دارنگه د دې شورا په جوړښت کې د گڼو سلیقوي گمارنو، شعاري څېرو، بد رنگو فکرونو او چور واکو شتون د دې سبب شوی چې دا شورا خپل بایللی اعتبار لا پسې وبایلي او د شنډیدو په لور مخ کړي.

ډاکتر صیب غني په وروستیو کې له گڼو ننگوونو سره مخ شوی دی، د خپلو ټاکنیزو شعارونو هېڅ یو شعار، ژمنه او خبره یې نه ده ترسره کړي، نه یې یو میلیون وگړو ته دنده پیدا کړه، نه یې په شپږو میاشتو کې سوله راوستله، نه یې اساسي قانون خوندي کړی، نه یې کابل ته ښاروال وټاکه او نه یې هم ځان له چاپړوسو غوړه مالو او چورواکو خلاص کړ. خبیثه کړۍ ( Vicious Cycle) د غني شاوخوا داسې ریښې غځولي دي چې وچوول یې یوازې د ملي وحدت د حکومت په تمامیدو، له واک څخه په ښکته کیدو کې ترسترگو کیږي، د همدې ویرې لپاره دا خبیثه کړۍ د سولې له عالي شورا څخه اوس غواړي غني ته ټاکنیز کمپاین وکړي.

دا شرمیدلې کړۍ نه یوازې غواړي د سولي له سپیڅلي نوم څخه د پیسو گټلو لپاره گټه پورته کړي، بلکې غواړې له دې لارې غني دېته اړ کړي چې په دوی باور وکړي چې گواکې دوی یې سیاسي ژوند غځولی شي، د سولې د سپیڅلي غږ په را پورته کولو سره به غني ته کمپاین وکړي.

د غني په حکومت کې د سولې غږ او مسوولیت دومره سپک شو چې د پروژې تر څنگ یې د پیسو گټلو سرچینه وگرځیده، د همدې کړۍ تر سیوري لاندې یې له پاکستان سره بدرنگه پټه معامله وکړه چې ای ایس ای ترې گټه پورته کړه، د ډیورند په اوږدو کې ازغن سیم وغځاوه، خندقونه یې وکیندل، په جگړه کې يې نوي لوري شامل کړل، د استخباراتي معلوماتو په شریکولو یې د افغانستان معلوماتي ارزښتونه را ټیټ کړل.

د غني په راتگ سره داسې انگیرل کیده چې د سولې عالي شورا به له منځه لاړه شي، دا د غلا، چور او تالان ادرس به په یو ملي ادرس بدل شي چیرته چې به افغان مشران پرته له کوم معاش، پرته له کوم امتیازه د درېیمگړي جوړښت په اډانه کې راغونډ شي، خو داسې ونه شول. د دې شورا په سر کې داسې کسان دي چې د طالب، جگړې او تربگنیو له لاسه خپل کلي ته نه شي تللی، خپل کلی، وړوکی کلی نه شي ارامولی، نو د افغانستان د کرارولو، سوکاله کولو لپاره به څه وکړي؟

 د سولي عالي شورا  لپاره تگلاره په انگلیسي ولیکل شوه، دوه ځلې یو نما ( د ملگرو ملتونو) د فتر ته یوړل شوه تر څو په کابل کې د میشتو سفیرانو په مرسته ورته فنډ ( بسپنه ) را ټوله شي، هغوی رد کړه؛ ځکه په نوموړې تگلاره کې هیڅ داسې څه نه و، چې په هغه دې د افغانستان سولې ته لار هواره شي. په درېیم ځل، له ارگ څخه سکاټ ( د ډاکتر غني انگریز ) ملگري دنده واخیسته چې د بسپنې را ټولولو او د تگلارې د تکمیلولو چارې به په مخ وړي، همداسې وشول. سکاټ له ملگرو ملتونو غوښتنه وکړه چې کابل میشتي بهرني سفیران باید په سوله کې مالي مرسته وکړي. د امریکا، انگلیستان، ناروي، سویلي کوریا او جاپان سفیرانو زړه ښه کړ، شاوخوا ۴ څلور میلونه ډالره یې دې شورا ته په دې شرط تخصیص کړل چې دا پیسې به ارگ مصرفوي، نه د سولې عالي شورا.

ارگ هم د دې چارې  لپاره له خپل منځه ټیکدار وگماره، دا چې څلور میلیونه ډالره د سولې د عالي شورا د پخوانیو بودیجو چې سلگونه میلیونه ډالره بلل کیږي، بیخي کم دي، د بحر او څاڅکې په پرتله دي، نو له دې امله، دې شورا دنده اخیستي چې اوس باید سوله ډنډوره کړي. کله په کابل کې د علما د شورا تر نامه لاندې خلک را ټول کړي، کله هلمند ته منډه کړي، کله د اندونیزیا د سواحلو چکر ته زړه ښه کړي، تر څو وکولای شي چې څلور میلیونه ډالره په څلور سوه میلیونه ډالره بدلې کړي، او بیا د ولسمشرۍ ټاکنو لسپاره ترې کار واخلي.

د سولې نوې عالي شورا لا هم د سولې لپاره تگلاره نه لري، کوم څه چې دوی د سولې د ستراتیژۍ لپاره په نامه پټه گرځوي په هغه کې سوله له پاکستان سره حتمي گڼلي ده چې نه پرې بهرنیان باور لري، نه په کور دننه څوک، نه یې پایله معلومه ده او نه هم طالبان په دې باور دي چې گواکي دوی دې د پاکستان له لارې سولې ته زړه ښه کړي. دویم دا چې په دې تگلاره کې د طالب ذکر نشته بلکې د طالب په کې د ترهگرو، د حکومت ضد ملیشو( Militants او Insurgents) تر نومونو لاندې ذکر شوی دی.

درېیم دا چې په دې ستراتیژۍ کې هم د ټرمپ د ستراتیژۍ د تایید ذکر شته چې په جگړه او تاوتریخوالي ولاړه تگلاره ده چې د زور زیاتي له لارې غواړي اول طالبان مات کړي او بیا یې تسلیمي؟؟؟ ته مجبور کړي.

د سولې د پاره د طالبانو دریځ ډېر روښانه دی. د سولې د خبرو د پیل لپاره طالبان له نړیوالو غوښتنه لري چې په سر کې باید د دوی دفتر په رسمیت وپیژندلی شي، هغه کسان چې د طالبانو له لورې دسولې د خبرو اترو لپاره رسما نړۍ ته ورپيژندل کیږي هغوی باید له تور لیسته وویستلی شي، کله چې دا کار وشو، د طالب لوری د سولې دریڅه، رسمي دفتر رامنځته ته شو. دویمه مهمه غوښتنه بیا د طالبانو له نړیوالو څخه د بهرنیو پوځیانو د مهالویش ټاکل دي، کله چې مهالویش و ټاکل شو، د بندیانو د تبادلي ستونزه ده ، له هغه وروسته به له افغان لوري سره د سولې اړونده بحثونه، د نظام د بیا ځلي تعریف، د اساسي قانون د بیا لیکلو، د نوي حکومت د جوړښت په سر بحث وي.

د دې تگلارې په وړاندې، د ملي وحدت حکومت هیڅ نه لري، یوازې همدا شعاري خبرې چې موږ سوله غواړو؟ که ریښتیا سوله غواړئ نو له کومې لارې؟ کومه تگلاره؟ تاسو خو پاکستان سره اوس هم په پټه لگیا یاست چې «طالبان در تسليم کړئ کنه ټرمپ به مو سخت خراب کړي!!» د ټرمپ په زرگونو بمونه چې په گران افغانستان هره میاشت لویږي سترگې پټوئ، په ملکي وژنو، د جگړې په پراخوالي په گڼو نورو فسادنو مو غوږونه مړه نیولي دي.

د ملي وحدت د حکومت، د غني سترگې خپل والي ته خړې دي، والي نه شي لري کولی، د بهرنیو چارو وزیر نه شي لري کولی، هره ورځ یې د حکومت له داخله ښکنځي، ترټ نه شي ورته کولی، خو له طالب سره بیا په چل او دوکې غواړې د سولې پر ځای د جگړې غځیدو ته لاره هواره کړي.

په هر صورت، د سولې عالي شورا د سولې د پروژې د اوږدولو، د فنډ ( ډالرو) د پیدا کولو، د عامه اذهانو د مغشوشولو او د افغان مظلوم ولس سترگو ته د خاورې د شیندو ناکام کوشش به لا نور رسوا شي.

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون