افغانستان سلايډ (فيچر)

د عطا محمد نور او حکومت لانجه نوي پړاو ته ولاړه

حکومت د بلخ نوي والي ته ټول هغه امکانات ورکړي، چې یو والي یې لري او د انجینر داوود ساتونکي هم تر بلخ ولایته رسیدلي؛ خو عطامحمد نور وايي دا کسان د بلخ د ناامنه کولو لپاره مزارشریف ته ورغلي دي.

د مزارشریف له اوسېدونکو سره دا اندیښنه هم شته، که حکومت نوی والي بلخ ته استوي، ښايي د عطامحمد نور له غبرگون سره مخ شي.

په همدې حال کې د جمعیت گوند او حکومت تر منځ هم پرې دې خبرې شوي، چې عطا محمد نور څنگه له څوکۍ څخه لرې شي؛ خو دا خبرې تر اوسه بې پایلې دي.

یوې حکومتې سرچینې نړۍنیوز ته ویلي، د جمعیت گوند غړو لا هم پر هغو غوښتنو ټینگار درلود چې عطامحمد نور کړې وې؛ خو د حکومت له لوري ټولې رد شوې او په وینا یې د قانون په چوکاټ کې باید عمل وشي.

اوس چې حکومت د قانون پر پلي کېدو ټینگار کوي او عطا محمد نور او جمعیت گوند سفارتونه، وزارتونه او نورې څوکۍ غواړي دا لانجه یو ځل بیا نوي پړاو ته تللې ښکاري.

د سیمه‌ییزو ارگانونو ادارې ویانده منیره یوسف زاده وایي، د بلخ لپاره نوی ټاکل شوی والي انجینر محمد داوود ته د ساتونکو په گډون ټول هغه امکانات د حکومت له لوري ورکړل شوي چې والیانو ته ورکول کیږي.

د هغه په وینا ډیر ژر به نوموړی د والي په توگه معرفي شي او د عطا محمد نور کړنې ټولې ناقانونه او نوموړی د بلخ پخوانی والي بولي.

د سیمه‌ییزو ارگانونو سرچینو د راپورونو په حواله د بلخ د نوي والي ساتونکي د بلخ ولایت میلمستون ته څېرمه میشت شوي او د نوي والي د معرفي کېدو لپاره نور تیاری هم روان دی.

خو عطامحمد نور یو ځل بیا تېره ورځ په یوه وینا کې ټینگار وکړ، چې له بلخ ولایت نه یې څوک نه شي لرې کولی.

هغه یو شمېر دولتي چارواکي د بلخ په ناامنه کولو تورن کړل او په وینا یې د کابل په وزیر اکبرخان او ورته نورو سیمو کې خلک روزل کیږي او د هېواد شمالي ولایتونه ناامنه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون