پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

انقلاب ساتونکی ځواک: په ایران کې روان بغاوت به په زور مات کړو

د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک مرستيال جنرال محمد علي جعفري

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک ويلي، چې په هېواد کې له تاوتريخوالې ډک لاريونونه او بغاوت به په خپل زور مات کړي.

د انقلاب ساتونکي ځواک مرستيال مشر جنرال محمد علي جعفري، دا گواښ په داسې حال کې کړی، چې د ایران په گڼو سيمو کې د حکومت مخالف لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي، تر اوسه په کې لسگونه کسان وژل شوي او سلگونه نور ټپيان دي.

جنرال علي جعفري ويلي، چې په تېرو وختونو کې يې هم د بغاوت هڅې شنډې کړي او اوس «د دښمن لاسپوڅې ډلې نه شي کولای، چې د نظام پر ضد بغاوت وکړي او موږ به يې په اوسپنیز سوک وځپو.»

د ایران په شاوخوا پنځلسو ښارونو کې له پنځلسو زرو زياتو خلکو لاريونونه پيل کړي او نن يې اوومه ورځ ده، چې حکومت يې لا هم په قابو کولو کې پاتې راغلی دی.

جنرال جعفري تور پورې کړی، چې د لاريونونو له لارې د بغاوت هڅې کوونکي «د دښمنانو په لمسون په هېواد کې د کلتوري، اقتصادي او امنيتي گواښونو د پيدا کولو په لټه کې دي.»

د ایران مذهبي لارښود ایت الله علي خامنه‌يي ويلي، چې د ایران دښمنان له تاوتريخوالي ډک لاريونونو ته هوا ورکوي.

دی وايي: «په دې وروستيو ورځو کې د ایران دښمنان د پيسو، وسلو او استخباراتي کړيو په مرسته په ایران کې د وضعيت خرابولو په لټه کې دي.»

خو د انقلاب ساتونکي ځواک مشر ويلي، چې د دغو لاريونونو تر شاه د پخوانيو چارواکو لاس دی.

ایراني کارپوهانو ويلي، چې د جنرال جعفري اشاره پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد ته وه.

خو په ورته وخت کې په يو شمېر ښارونو کې د حکومت په ملاتړ هم لاريونونه شوي او دغو لاريونوالو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تېرې يوې اوونۍ راهيسې اووه ځله په ایران کې د لاريونونو په ملاتړ ټويټ کړی دی.

په ملگرو ملتونو کې د امريکا ځانگړې استازې نکي هيلي ويلي، چې امنيت شورا دې د ایران د روان وضعيت او بشري حقونو د سپکاوي په اړه بېړنۍ غونډه راوبولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون