پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان وايي افغان کډوال باید تر يوې مياشتې خپل هېواد ته ستانه شي

پاکستان افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې تر يوې مياشتې پاکستان پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستان دا خبرداری په داسې حال کې وکړی، چې تر څو ورځې وړاندې هم پاکستاني رسنيو د چارواکو له خولې خبر ورکړی و، چې شونې ده، تر راتلونکي يوه کاله نور هم افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو وخت ورکړل شي.

داسې ښکاري، چې افغان کډوالو ته له پاکستانه د وتلو خبرداری پاکستان ته د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د گواښ په غبرگون کې شوی وي.

کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو عالي اداره «UNHCR» وايي، چې شاوخوا يونيم ميليون راجسټر او همدومره غیر راجسټر کډوال په پاکستان کې اوسېږي.

د پاکستان له دې خبرداري وروسته د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې افغانان په پاکستان د نړيوالې ټولنې، افغانستان او پاکستان د درې اړخيزې هوکړې له مخې په قانوني توگه ژوند کوي.

د کډوالو د چارو وزارت وياند حفیظ الله مياخېل ويلی، چې د استانبول په وروستۍ ناسته کې پاکستاني چارواکو له افغانستان سره منلې وه، چې افغان کډوال به د روان ۲۰۱۸ کال تر پايه په افغانستان کې پاتې وي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د فدرالي حکومت کابينې د کډوالو د اوسېدو د مودې له غځولو سره مخالفت کړی دی.

خو ښاغلي مياخيل ويلي، چې د نژدې درې ميليونه کډوالو ستنېدل په يوه مياشت کې ناشوني دي او د پاکستان حکومت بايد د کډوالۍ بشري مسايل له سياسي بحران سره يو ځای نه کړي.

تېر کال هم د افغانستان او پاکستان د ترينگلو اړيکو پر مهال پاکستاني پوليسو د افغان کډوالو ځورول پيل کړل، چې له امله يې لکونه کډوال خپل هېواد ته راستانه شول او له څه وخت وروسته پاکستان د افغانانو په اړه په خپل دريځ کې بدلون راوست او تر اوسه د بېرته راستنېدو چارې د پخوا په پرتله ډېره کمزورې شوي دي.

اوسمهال، چې په هېواد کې د واورو او ورښتونو له امله د عامو خلکو ژوند له کړاوونو سره مخ دی او که پاکستان په رښتيا هم د کډوالو وېستل پيل کړي، دا به پاکستان مېشتي افغانان له ستر بشري ناورين سره مخ کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون