سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امریکا پر پاکستان امنيتي مرستې هم بندې کړې

د متحده ايالتونو د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د ترهگرۍ پر ضد د چټکو گامونو د نه اخيستو له امله امریکا د پاکستان امنيتي مرستې بندې کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت ویلي، تر څو، چې پاکستان د طالبانو پر ضد «جدي او چټک گامونه» نه وي اخيستي، پر پاکستان به د مرستو بنديزونه همداسې روان وي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند هيتر نيورټ د رسنيز کنفرانس پر مهال ويلي: «موږ نن دا وايو، تر څو، چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد پرېکنده عمليات نه وي کړي، د پاکستان امنيتي مرستې به بندې وي، موږ وايو، چې طالبان په سيمه کې د ناامنۍ او په افغانستان کې زموږ د پوځيانو وژونکي دي.»

د هیتر نيورټ په وينا پر پاکستان د بندو شو امنيتي مرستو د اندازې په اړه تر اوسه څه نه شي ويلی؛ ځکه چې د مالي څانگې مسوولين اوس په دې اړه حساب کتاب کوي.

تېره اوونۍ هم امریکا د متحدينو د ملاتړ له فنډ څخه پر پاکستان د ۲۲۵ ميليونه ډالرو مرستو د بندولو اعلان کړی و.

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او په ملگرو ملتونو کې د امریکا ځانگړې استازې نکي هيلي پاکستان «د ترهگرۍ په ملاتړ او دوه مخې لوبې» تورن کړی و او تېره ورځ د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز ويلي، چې واشنگټن له اسلام اباده غوښتنه کوي، چې د ترهگرۍ ضد جگړې کې جدي او پرېکنده گامونه پورته کړي.

ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي و:«زموږ چارواکو بې عقلي کړې، چې په تېرې يوې نيمې لسيزې کې يې پاکستان ته له دري دېرش ميلياردو زيات ډالر ورکړي، پاکستان يې په مقابل کې هغو ترهگرو ته خوندي پټنځي ورکړي، چې موږ په افغانستان هغوی په نښه کوو او نور داسې کارونه د منلو نه دي.»

خو پاکستان د امریکايي چارواکو تورونه رد کړي او امریکايي چارواکو څرگندونې يې «له مسووليته تېښته» بللې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه بل چا نه شي اچولی او خلکو ته بايد ځمکني حقايق روښانه شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون