ټکنالوژي

د ۲۰۱۷ تر ټولو غوره او پیاوړي ځیرک موبایلونه

اوسمهال په نړۍ کې بې شمېره عادي او پېژندل شوي کمپنۍ هره میاشت مختلف ځیرک موبایلونه وړاندې کوي چې د ځیرکو موبایلونو انتخاب يي ستونزمن کړي دي.

د ټکنالوژي مختلف چارپوهانو مختلف لاملونه پام کې نیولو سره د هر کال پای کې د هماغه کال تر ټولو غوره ځیرک موبایلونو لېست خپروې تر څو کاروونکي په اسانۍ سره خپلو اړتیاو سره سم ځیرک موبایل انتخاب کړي.

دلته مو د ۲۰۱۷ له یو شمېر تر ټولو غوره او پیاوړو ځيرکو موبایلونو سره چې پیاوړې او غښتلې ځانگړنې لري او د کاروونکو ډېرې ستونزې اوارولی شي اشنا کوو:

گلکسي نوټ۸

سامسنگ کمپنۍ د ۲۰۱۶ نوټ۷ له چادونو او بېرته ټولونې وروسته ۲۰۱۷ کې د دغې لړۍ بل ځیرک موبایل نوټ۸ کاروونکو ته وړاندې کړ او دغه ځیرک موبایل په دې بریالی شو چې د نوټ۷ ناوړه تجربه د کاروونکو له ذهنونو پاکه کړي. دغه ځیرک موبایل گلکسي اېس۸/اېس۸ پلس په څېر مخ‌پاڼه يي ډېرې کوچنۍ څنډې لري. د اوبو ضد ځانگړنه، اېس قلم، وایرلېس چارجېنگ او سنپ ډراگن ۸۳۵ ډوله پروسېسر يي له مهمو ځانگړنو شمېرل کېږي. سامسنگ کمپنۍ د لومړي ځل لپاره نوټ۸ کې غبرگې کامرې معرفي کړي چې له همدې امله دغه ځیرک موبایل د دغې کمپنۍ د تاریخ تر ټولو گران بیه ځیرک موبایل و.

ایفون ۱۰ یا اېکس

اپل کمپنۍ ۲۰۱۷ کې لومړي ځل لپاره درې ځیرک موبایلونه معرفي کړل چې ایفون۱۰ يي تر ټولو غوره ځانگړنې لرونکی ځیرک موبایل و. دغه ځیرک موبایل د اپل کمپنۍ لسمې کلیزې لپاره ډیزاین شوی و. دغه ځیرک موبایل او اېل اې ډي (OLED) ډوله ډسپلې لري او د گوتې نښې سېنسر په کې له منځه وړل شوی. د څېرې پېژندنې ټکنالوژي او وایرلېس چارجېنگ هم د دغه ځیرک موبایل د ځانگړنو مهمې برخې دي. ایفون۱۰ هم د اپل کمپنۍ د تاریخ تر ټولو گران بیه ځیرک موبایل و.

اېل جي وي۳۰

د اېل جي کمپنۍ دغه ښکلی او پیاوړی ځیرک موبایل ټولې هغه ځانگړنې لري چې په مرسته يي اپل او سامسنگ سره سخت رقابت کولای شي. د دغه ځیرک موبایل کامره او د وېډیو سافټ وېیر ډېره غوره او پیاوړی دی. دغه څنډې نه لرونکې مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل د ایفون او گلکسي په پرتله ارزانه دی. غبرگې کامرې، وایرلېس چارجېنگ، اوبو ضد ځانگړنه او یو شمېر نورې پیاوړې ځانگړنې د دغه ځیرک موبایل برخې دي.

گوگل پکسل۲

که انډرایډ عامل سیستم کې تر ټولو غوره کامره لرونکې ځیرک موبایل غواړئ نو گوگل پکسل۲ غوره انتخاب دی. دغه ځیرک موبایل که څه هم غبرگې کامرې نه لري خو یوازې یوې کامرې سره تر ټولو غوره او لوړ کیفیت لرونکې تصویرونه اخیستلی شي. لږه رڼايي کې گوگل پکسل ایفون په پرتله څو چنده غوره تصویرونه اخلي او بې شمېره نورې ځانگړنې هم لري.

ون پلس۵

که چېرې غواړئ په لږه بیه ایفون او گلکسي وروستیو ځیرکو موبایلونو ته ورته وړتیا لرونکی ځیرک موبایل وپېرئ نو ون پلس۵ تر ټولو غوره او یوازینی انتخاب دی. څنډې نه لرونکې مخ‌پاڼه، له وړاندې څخه غوره غبرگې کامرې، کوالکوم سنپ ډراگن ۸۳۵ ډوله پروسېسر، ډش چارجېنگ ټکنالوژي (هغه ټکنالوژي چې یوازې نیم ساعت کې موبایل ۶۰ سلنه چارجوي) او څېرې په مرسته کلپ او خلاصېدل يي له پیاوړو ځانگړنو څخه دی. د دغه ځیرک موبایل بیه یوازې ۴۹۹ امریکايي ډالره دی.

موټو جي۵ پلس

د موټرولا دغه ارزان بیه ځیرک موبایل پیاوړې ځانگړنې لري. دغه ځیرک موبایل د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې تر ټولو غوره او پیاوړی ارزان بیه ځیرک موبایل لقب خپل کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون