لوبې

نیوزیلینډ لومړۍ لوبې کې پاکستان ته ماتې ورکړه

نن د پاکستان او نیوزیلینډ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې دغه لوبه د نیوزیلینډ په بریا پای ته ورسېده. پاکستان دغه لوبه د ډي/اېل میتود سره په ۶۱ منډو وبایلله.

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

نیوزیلینډ لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د منرو او نېکولس نیمه سلیزو او وېلیمسن سلیزې په مرسته ۳۱۵ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره وېلیمسن په ۱۱۷ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۱۵، منرو په ۳۵ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزې په مرسته ۵۸، نېکولس په ۴۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۰ او گپټېل په ۷۲ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۸ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

پاکستان لپاره د توپ اچونې په برخه کې حسن علي پیاوړې او بریالۍ توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل لس اورونو کې ۶۱ منډو ورکولو سره ۳ وېکېټې واخیستې. رومان رییس، فهیم اشرف، فخر زمان او محمد عامر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې پاکستان له ځانگړو منډو جوړولو پرته پرلپسې وېکېټې له لاسه ورکړې او د فخر زمان پیاوړې توپ وهنې په مرسته يي ۳۰٫۱ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې وې چې لوبه د باران له امله وځنډول شوه.

پاکستان لپاره یوازې فخر زمان چې په ۸۶ توپونو يي د پنځو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۸۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې ښه وځلېد.

نیوزیلینډ لپاره سودي ۳، بولټ ۲ او اسل یوه وېکېټه واخیسته.

د باران له امله لوبه بېرته پیل نه شوه او د ډي/اېل میتود پر بنسټ نیوزیلینډ د لوبې گټونکی اعلان شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون