سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د ایران په اړه د امنيت شورا غونډه پر امریکا له توندو نیوکو سره پای ته رسېدلې

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د ایران د ناکراريو او لاريونونو په اړه بېړنۍ ناسته د سختو اختلافاتو او پر امریکا د توندو نيوکو له امله بې پايلې شوې ده.

په امنيت شورا کې د روسيې، چين او فرانسې استازو د امریکا پر استازې نکي هيلي توندې نيوکې وکړې، چې ولې يې د ایران د ناکراريو د غونډې رابللو غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امنيت شورا د غونډې په اړه په خپل غبرگون کې ويلي: «امنيت شورا د امریکا د شر اچونې او د دغې شورا د ماموريت غلا کولو غوښتنه رد کړه.»

نکي هيلي د امنيت شورا بېړنۍ غونډې ته وويل، چې نړۍ بايد د ایران روانو ناکراريو او لاريونونو ته پاملرنه وکړي او د ۲۰۰۹ په څېر ورته پټه خوله نه شي.

د امنيت شورا بل دا يمي غړي برتانيا او لنډمهالو غړو پولنډ او هالنډ هم د لاريونوالو پر ضد د ایراني چارواکو له تاوتريخوالي ډک چلند وغانده او غوښتنه يې وکړه، چې ایران باید د ملگرو ملتونو د بشري حقونو څارونکې ډلې ته ایران ته د ورتلو اجازه ورکړي.

په ایران کې د لاريونونو په اړه د امنيت شورا بېړنۍ ناسته د امریکا د استازې په خبرو پيل شوه، چې له پيلېدو سره سم د روسيې استازي پر امریکا توندې نيوکې وکړې او د امریکايي چارواکو وروستۍ څرگندونې يې «د ایران په چارو کې بې شرمه لاسوهنه» بللې ده.

روسيې غوښتنه کړې، چې د ایران په اړه بايد امنيت شورا د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړي او ټينگار يې کړی و، چې امریکا د دې غونډې لپاره د بشري حقونو مسايلو کې بدلون راوستی و.

په ایران کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه دويمې اوونۍ ته ننوتي، چې تر اوسه په کې له دېرشو زيات کسان وژل شوي او سلگونه نور ټپيان او زندانيان دي.

ایراني چارواکي وايي، چې د دغو لاريونونو تر شا د ایران د دښمنانو او پخوانيو چارواکو لاس دی.

د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک مشر جنرال علي جعفري او نورو چارواکو گواښ کړی، چې د نظام او مذهبي مشر ايت الله علي خامنه‌يي پر ضد روان لاريونونه «په اوسپنيز سوک» مات کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون