لوبې

محمد نبي بېگ بش لیگ کې نیمه سلیزه ووهله

نن د بېگ بش لیگ سیالیو په لړ کې د محمد نبي لوبډله مېلبورن رېنېگېډز د مېلبورن سټارز لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه چې محمد نبي دغې لوبې کې پیاوړې هر اړخیزه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د لوبې پچه د محمد نبي دوی لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه. مېلبورن سټارز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

محمد نبي توپ اچونې په برخه کې هم پیاوړې او اقتصادي توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل درېیم اور په وروستی بال د کېون پېټرسن مهمه وېکېټه واخیسته.

محمد نبي خپل څلور اورونو کې یوازې ۲۷ منډو ورکولو سره یوه مهمه وېکېټه واخیسته. محمد نبي نننۍ لوبې کې خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو اقتصادي توپ اچونکی و.

ځوابي توپ وهنې کې کله چې مېلبورن رېنېگېډز لوبډلې خپله دوهمه وېکېټه له لاسه ورکړه او اېرون فېنچ چې په ۲۲ توپونو يي ۴۳ منډې جوړې کړې وې وسوځېد محمد نبي توپ وهنه پیل کړه.

محمد نبي له پیل څخه چټکه او پیاوړې توپ وهنه وکړه او خپله لوبډله يي له فشار څخه وویسته.

محمد نبي په ۲۹ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې وې چې د هسټېنگز په بال يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

محمد نبي د بېگ بش لیگ په تاریخ کې لومړی نیمه سلیزه وهونکی افغان لوبغاړی شو.

د محمد نبي پیاوړې توپ وهنې په مرسته مېلبورن رېنېگېډز لوبډلې د مېلبورن سټارز لوبډلې ته په شپږ وېکېټو ماتې ورکړه او دغه مهمه لوبه کې يي بریا خپله کړه.

محمد نبي پیاوړې هر اړخېزې لوبې له امله د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون