سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د سوريې په جگړه کې له دوو زرو زيات افغانان وژل شوي

په سوريې کې د ولسمشر بشار اسد په ملاتړ د ايران په لار ښوونه د پاکستان او افغانستان زرگونه شيعه‌گان جنگيږي.

فرانس پريس خبري اژانس د ایراني رسنيو له خولې ليکلي، چې تر اوسه په دغو جگړو کې له دوو زرو زيات افغانان وژل شوي، اته زره نور ټپيان دي او سلگونه له مخالفو وسله‌والو ډلو سره بنديان هم دي.

په سوريې کې د افغان شيعه‌گانو جنگېدونکې ډلې ته فاطميون او د پاکستان هغو ته زيبنبيون وايي، چې د دوی په باور «د اسلام د دفاع لپاره» د سوريې حکومت له مخالفو وسله‌والو ډلو سره جگړه کوي.

د فاطميون ډلگۍ يوه مشر له ایراني ورځپاڼې «شرق» سره په مرکې په سوريې کې د خپلو جگړو په اړه خبرې کړي دي.

لويديځې رسنۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې په دې اړه راپورونه خپروي، چې ایران افغان شيعه‌گان د بشار اسد په ملاتړ جگړې لپاره د مالي امتياز او په ایران کې د دايمي استوگنې په وعدو سوريې ته لېږي.

که څه هم افغان حکومت د لويديځو رسنيو د راپورونو په غبرگون کې له ایرانه غوښتي و، چې نورو هېوادونو او پرديو جگړو ته د افغانانو له لېږلو ډډه وکړي، خو ایران لا هم د افغان حکومت غوښتنه نه ده منلې.

د تېر کال په نومبر کې د افغانستان د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق په ایران کې يوې غونډې ته په وينا کې د سوريې په جگړو کې د افغان شيعه‌گانو د گډون ملاتړ او درناوی اعلان کړی و، چې د افغانستان په ولسي او حکومتي کچه يې پراخ غبرگونه پارولي وو.

د محقق دغه څرگندونې د ملي شورا غړو، افغان حکومت او عامو افغانانو هم غندلې وې.

د ملي شورا غړو له هېواده بهر جگړو کې د افغانانو د گډون په اړه د محقق څرگندونې له افغانستان سره د خيانت په معنا بللې وې او د هغه محاکمې غوښتنه يې کړې وه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي هم په خپل غبرگون کې ويلي و، چې افغانان په پرديو جگړو کې گډون نه شي کولای او یوازې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې له افغان ملي اردو سره يو ځای کېدای شي.

مرتضوي ويلي و، چې «افغانان د هېچا نياتبي جگړې پر مخ نه شي بيوی.»

خو د اجراييه رياست دويم مرستيال د ایران له انټرنيشنل ورځپاڼې سره په مرکه کې پر هغوی افغان چارواکو نيوکې کړې وې، چې د ده څرگندونې يې غندلې وې.

محقق هغه مهال ويلي و، چې څوک د داعش ضد جگړو کې د افغانانو د گډون مخالفت کوي، «هغو د داعش له سرچينو خړوبيږي.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون