لوبې

انگلینډ یو ځل بیا استرالیا څخه په ستر توپیر ماتې وخوړه

د اشېز ټېسټ لوبو لړۍ پنځمه لوبه هم د استرالیا په بریا او د انگلینډ په ماتې پای ته ورسېده. استرالیا دغې لوبې کې انگلینډ ته په ۱۲۳ منډو او یو اننگز ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د انگلینډ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

انگلینډ په ۱۱۲٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روټ او ملان نیمه سلیزو په مرسته ۳۴۶ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره روټ په ۱۴۱ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۸۳ او ملان په ۱۸۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

استرالیا لپاره کمېنس تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل ۲۴٫۳ اورونو کې ۸۰ منډو ورکولو سره څلور مهمې وېکېټې واخیستې. سټارک او هذلووډ دوه دوه او لاین یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د استرالیایۍ لوبډلې ټولو توپ وهونکو پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ستر هدف په ټاکلو بریالي شول.

استرالیا ۱۹۳ اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د دریو سلیزو او دوو نیمه سلیزو په مرسته ۶۴۹ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره خواجه په ۳۸۱ توپونو د اتلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۷۱، شان مارش په ۲۹۱ توپونو د اتلسو څلوریزو په مرسته ۱۵۶، میچل مارش په ۱۴۱ توپونو د پنځلو څلوریزو او دوو شپږیزې په مرسته ۱۰۱، ډېوېډ وارنر په ۱۰۴ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۶ او سمېت په ۱۵۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۸۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره معین علي ۲ او انډرسن، براډ، کوران او کرېن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

انگلینډ کمزورې توپ وهنې پایله کې خپل دوهم وار توپ وهنې کې هم د استرالیا لومړی وار توپ وهنې کې جوړې شوې منډې پوره نه کړې او پایله کې يي په ۱۲۳ منډو او یو اننگز ماتې وخوړه.

انگلینډ دوهم وار توپ وهنې کې ۸۸٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روټ نیمه سلیزې په مرسته یوازې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره دوهم وار توپ وهنې کې یوازې روټ په ۱۶۷ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۵۸ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره توپ وهونکی ثابت شو.

استرالیا لپاره دوهم وار توپ اچونې کې یو ځل بیا کمېنس پیاوړې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۱۷ اورونو کې ۳۹ منډو ورکولو سره ۴ وېکېټې واخیستې. لاین ۳ او سټارک او هذلووډ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د پنځو ټېسټ لوبو دغه لړۍ استرالیا ۴-۰ سره وگټله. انگلینډ د دغې لړۍ هېڅ کومه لوبه ونه گټله او هغه لوبه چې د انگلینډ په گټه روانه وه د باران له امله له کومې پایلې پرته پای ته ورسېده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون