لوبې

هندوستان اسانه لوبه وبایلله

د هندوستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې هندوستان کمزورې توپ وهنې له امله په ۷۲ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه سویلي افریقا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سویلي افریقا لوبډلې ۷۳٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډي وېلییرز او ډوپلېسېس نیمه سلیزو په مرسته ۲۸۶ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره ډي وېلییرز په ۸۴ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۶۵ او ډوپلېسېس په ۱۰۴ توپونو د دولسو څلوریزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره غوره توپ وهونکي ثابت شول. ډیکاک هم په ۴۰ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

هندوستان لپاره بونېشور کمار تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۱۹ اورونو کې ۸۷ منډو ورکولو سره څلور مهمې وېکېټې واخیستې. اشوېن ۲ او محمد شامي، بومراه او هاردېک پانډیا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

هندوستان خپل لومړی وار توپ وهنې کې کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۷۳٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

لومړی وار توپ وهنې کې هندوستان لپاره یوازې هاردېک پانډیا ښه وځلېد. نوموړی په ۹۵ توپونو د څوارلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۳ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره فېلېنډر او ربادا درې درې او ډېل سټېن او مورکل دوه دوه وېکېټې واخیستې.

سویلي افریقا هم خپل دوهم وار توپ وهنې کې کمزورې توپ وهنه وکړه او ۴۱٫۲ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۳۰ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ وهنې کې سویلي افریقا لپاره مرکرم په ۴۳ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۳۴ او ډي وېلییرز په ۵۰ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

هندوستان لپاره دوهم وار توپ اچونې کې بومراه او محمد شامي درې درې او بونېشور کمار او هاردېک پانډیا دوه دوه وېکېټې واخیستې.

هندوستان خپل دوهم وار توپ وهنه د ۲۰۸ منډو اسان هدف په تعقیب پیل کړه چې د هندوستان توپ وهونکو ته په کتو سره دغه هدف ترلاسه کول اسانه ښکارېده خو هندوستان یو ځل بیا کمزورې توپ وهنه وکړه او ۴۲٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره دوهم وار توپ وهنې کې اشوېن په ۵۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

سویلي افریقا لپاره دوهم وار توپ اچونې کې فېلېنډر تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۱۵٫۴ اورونو کې ۴۲ منډو ورکولو سره شپږ مهمې وېکېټې واخیستې. مورکل او ربادا دوه دوه وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون