لوبې

گپټېل پاکستان له دوهمې سترې ماتې سره مخ کړه

د پاکستان او نیوزیلینډ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه هم د نیوزیلینډ په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې نیوزیلینډ پاکستانۍ لوبډلې ته په اتو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

د پاکستان اصلي توپ وهونکي له ځانگړو منډو جوړولو پرته خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د حسن علي او شاداب خان نیمه سلیزو پاکستان سره د یو ښه هدف په ټاکلو کې مرسته وکړه.

پاکستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د حفیظ، حسن علي او شاداب خان نیمه سلیزو په مرسته ۲۴۶ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره حفیظ په ۷۱ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۶۰، شاداب خان په ۶۸ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ او حسن علي په ۳۱ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۵۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

نیوزیلینډ لپاره فېرگوسن ۳، اسل او سوتي دوه دوه او بولټ او سانټنر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې نیوزیلینډ ۱۴ اورونو کې خپل دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۶۴ منډې جوړې کړې وې چې لوبه د باران له امله وځنډول شوه.

له اوږد ځنډ وروسته لوبڅارانو د ډي/اېل مېتود له لارې نیوزیلینډ لپاره په ۲۵ اورونو کې د ۱۵۱ منډو هدف وټاکه.

له باران څخه وروسته د پاکستان ټول توپ اچوونکي د گپټېل پیاوړې توپ وهنې په وړاندې بې وسه ثابت شول او نیوزیلینډ ټاکل شوی هدف ۲۳٫۵ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

نیوزیلینډ لپاره گپټېل په ۷۱ توپونو د پنځو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۸۶ او ټېلر په ۴۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول او نیوزیلینډ لپاره يي لوبه گټونکې ملگرتیا وکړه.

پاکستان لپاره محمد عامر او فهیم اشرف یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون