پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

«پاکستان له امریکا سره پوځي او استخباراتي همکاري ځنډولې»

د پاکستان د دفاع وزير خرم دستگير

د پاکستان د دفاع وزير خرم دستگير ويلي، چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ترمپ او نورو چارواکو د پاکستان ضد څرگندونو په غبرگون کې يې له امریکا سره پوځي او استخباراتي همکاري ځنډولې ده.

د دفاع وزير ويلي، چې لا هم په افغانستان کې امریکايي پوځيانو ته د پاکستان د ځمکې او هوا له لارې مرستې روانې دي او په مناسب وخت کې به دا مرستې هم پر امریکا وتړي.

خرم دستگير ويلي، چې امریکايي چارواکو په خپله په افغانستان کې په خپلې ناکامۍ اعتراف کړی او «موږ به هېڅکله پر خپله خاوره د امریکا جگړه ونه کړو.»

دی وايي، چې هېواد يې له امریکا سره ښې اړيکې غواړي، خو په سيمه کې د ایران او چين اهميت هم د امریکا په څېر دی.

تر خرم دستگير وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف له رسنيو سره په خپلو څرگندونو کې ويلي، چې پاکستان نور د امریکا متحد هېواد نه دی او د ترهگرۍ ضد روانې جگړې کې يې په تېرو همکاريو هم پښېماني ښکاره کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» مشر  مايک پمپيو هم تېره ورځ تور پورې کړی و، چې پاکستان پر خپله خاوره د امریکا ضد خلکو ته خوندي پټنځي ورکړي او «امریکا هڅه کوي، چې پاکستان پر دې وپوهوي، چې نور ورته دغه کارونه د زغملو وړ نه دي.»

مايک پمپيو ويلي، چې پاکستان ته يوه بله موقع ورکوي، چې د ترهگرۍ ضد جگړې کې رښتينې هڅې وکړي او که دا کار يې ونه کړ، امریکا اړ ده، چې د خپل خونديتوب لپاره گامونه پورته کړي.

تر مايک پمپيو وړاندې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر او په ملگرو ملتونو کې د امریکا ځانگړې استازې نکي هيلي هم پاکستان د ترهگرۍ په ملاتړ تورن کړی او پاکستان ته يې په دې اړه گواښونه هم کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون