افغانستان سلايډ (فيچر)

۲۰۱۷ د افغان خبريالانو لپاره خونړی کال و

په افغانستان کې د خبريالانو د ژغورنې اداره وايي، چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوريخوالي پېښې ۶۸ سلنه زياتې شوي دي.

د خبريالانو د ژغورنې کمېټې مشر همايون نظري نن په هرات کې رسنيو ته ويلي، چې په ۲۰۱۷ کې د افغان خبريالانو پر ضد د تاوتريخوالي ۱۶۰ پېښې ثبت شوي دي، چې شل خبريالان په کې وژل شوي دي.

د ښاغلي نظري په وينا تېر کال يوازې داعش ډلې اتلس خبريالان وژلي او دوه يې د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي.

د خبريالانو د ژغورنې د کمېټې مشر وايي، چې د هېواد په لويديځ کې د خبريالانو پر ضد د تاوتريخوالي ۲۳ پېښې شوي او په دغو کې يوازې ۱۷ په هرات ولايت کې شوي دي.

د هرات په گډون د هېواد په نورو لويديځو ولايتونو کې د چارواکو او نامسوولو وسله‌والو له لوري د خبريالنو د وهلو ډبولو او ځورولو پېښې زياتې شوي او همدارنگه يوه مياشت وړاندې په غور ولايت کې هم د نامعلومو وسله‌والو له لوري يوه سيمه‌ييزه راډيو هم سوځول شوې وه.

د خبريالانو د ژغورنې کمېټه اندېښنه لري، چې روان ۲۰۱۸ کال به د خبريالانو لپاره تر تېر کاله هم خونړی وي او لامل يې راتلونکې پارلماني ټاکنې بولي.

د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې «نی» هم په خپل تازه کلني راپور کې ۲۰۱۷ د افغان خبريالانو لپاره خونړی کال بللی و او ويلي و، چې د خبريالانو پر وړاندې د چارواکو، نامسوولو وسله‌والو او مخالفينو چلند د هغوی د کارونو او رسنیز مسووليت له خنډ سره مخ کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون