افغانستان سلايډ (فيچر)

ننگرهار کې شپږو امریکايي پوځيانو ته مرگ ژوبله اوښتې

د ننگرهار په اچين ولسوالۍ کې دوو سيمه‌ييزو پاڅونوالو پر امریکايي پوځيانو بريد کړی او امریکايي ځواکونو يې په ځوابي غبرگون کې د پاڅونوالو پوسته بمبار کړې ده.

امریکايي پوځيانو ته د اوښتې مرگ ژوبلې اړه ضد او نقیض راپورونه تر لاسه شوي. ځايي سرچينې وايي، چې د ولسي جرگې د غړي حاجي ظاهر له لوري په جوړې شوې پوستې کې دوو سيمه‌ييزو پاڅونوالو پر بهرنيو پوځيانو برید کړی، چې له امله يې درې امریکايي سرتيري وژل شوي او درې نور ټپيان دي، خو وسله‌والو طالبانو ادعا کړې، چې دغه پاڅونوال د دوی نفوذي جنگيالي وو او شپاړس امریکايي پوځيان يې وژلي دي.

بل پلو په کابل کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ادارې رسنيز دفتر د پېښې پخلی کړی، خو وايي، چې يوازې يو امريکايي عسکر په بريد کې ټپي شوی دی.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي سرچينې وايي، چې امریکايي الوتکو د سیمه‌ييزو پاڅونوالو پر پوستې بمبار کړی، پوسته يې ويجاړه کړې او شاوخوا پنځلس پاڅونوال يې وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې بريد د پاچاخان او ميندار په نوم د دوی نفوذي جنگياليو کړی، چې له پخوا يې د حاجي ظاهر په پاڅونوالو کې ځای پر ځای کړي وو او ادعا کوي، چې په دغه بريد کې شپاړس امریکايي پوځيان وژل شوي دي.

ذبيح مجاهد دا هم وايي، د امریکايي الوتکو په بريد کې له پنځه‌ویشتو زيات پاڅونوال وژل شوي دي.

په کابل کې د ناټو پرېکنده ملاتړ وايي، چې د پېښې په اړه له افغان حکومت سره په گډه څېړنې روانې دي او بشپړ جزيات به په مناسب وخت کې له رسنیو سره شريک کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون