افغانستان

کندوز کې نامعلومو وسله‌والو قومي مشر وژلی

په کندوز ښار کې نامعلومو وسله‌والو یو قومي مشر په ډزو وژلی او دوی له سیمې تښتېدلي دي.

د کندوز امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي، پېښه تېر ماښام د کندوز په لومړنۍ ناحیه کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا یو ازبک قومي مشر حاجي امام چې په وکیل قره مشهور و، له څو کسانو سره لفظي شخړه کړې او وروسته نامعلوم وسله‌وال راغلي او دغه قومي مشر یې په ډزو وژلی دی.

د کندوز ښار اوسیدونکي هم دغه پېښه تاییدوي او په وینا وسله‌وال د پولیسو له مخې په تېښته بریالي شول.

د هغوی په وینا داسې ښکاري، چې پولیسو په خپله دنده کې ناغیړي کړې او د وسله‌والو د نیولو هڅه یې نه ده کړې.

خو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، پولیسو د بریدگرو د نیولو هڅې او د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په کندوز کې د قومي مشرانو د وژل کېدو پېښې د نورو ولایتونو په پرتله کمې دي، خو کندوزیان اندیښنه لري، چې دغه ډول پېښې به د قومونو تر منځ لرې والي ته زمینه سازي وکړي.

که څه هم په دې وروستیو کې کندوز ښار نسبي امن بریښي؛ خو ولسوالۍ یې تر ډيره د جگړو پر ډگرونو بدلې شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون