افغانستان سلايډ (فيچر)

د غوراوي کمېټې کار پای ته رسېدلی

د غوراوي کمېټې کار ولسمشر ته د ټاکنو کمېسیون لپاره د دریو نوماند کمېشنرانو په وړاندیز کولو سره پای ته ورسید.

دغې کمېټې تېره ورځ د ولسي جرگې غړی عبدالقادر ځاځی وطن دوست، د کابل د ټاکنو کمېسیون رییس اول الرحمن رودوال او سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو کمېسیون د نوماند کمېشنرانو په توگه غوره کړل، چې ولسمشر به یې له دې ډلې یو کس کمېسیون ته د کمېشنر په توگه گوماري.

خو دا لا نه ده روښانه چې د ټاکنو کمېسیون ته له ورتگ وروسته به نوی کمېشنر مستقما رییس گومارل کیږي او که به د کمېشنرانو تر منځ بیا ټاکنې کیږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غوراوي کمېټې یاد درې کسان تېر ماښام ولسمشر ته ور پېژندلي دي او ولسمشر به ډير ژر ترې یو کس غوره کړي.

د دغه پوست لپاره ۵۷ کسانو نومونه ثبت کړي وو، چې په وروستي ځل کمېټې له ۹ کسانو تحریري او بیا تقریري ازموینه اخیستې وه، چې له منځه یې یاد درې کسان غوره شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون د پخواني مشر نجیب الله احمدزي تر گوښه کېدو وروسته د ټاکنو کمېسیون په بې برخلیکه ډول فعالیت کوي، او دې کار له خلکو سره اندیښنې هم زیاتې کړې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون