روغتيا او ژوند

وېښته مو پخه لري؟ دغه اسانه کورني درمل وازموئ

پخه په عام ډول د یو ډول فنگس له امله چې ملاسېزیا (Malassezia) نومېږي او د سر پوټکي کې وده کوي رامنځ ته کېږي. پخه په دوه ډوله ده چې یو ډول يي له اندازې زیات غوړ تولید له امله په داسې حال کې چې دوهم ډول يي بیا د سر د پوټکي وچوالي له امله رامنځ ته کېږي.

د پورتنیو لاملونو سربېره په نامناسبه توگه د وېښتانو گومنځول، په ورځني ډول وېښتان نه وېنځل، ذهني فشار او نامناسب خواړه هم سر کې د پخو لامل گرځي.

د وېښتانو پخې لپاره اسانه او ارزانه کورني درمل

۱- د مڼې سرکه

د مڼې سرکه له اوبو سره  د وېښتانو د پخې ستونزه اواروي، د سر پوټکي وچوالی، بخار او یو شمېر نورې ستونزې هم درملوي. پخه ساري نه ده، خو که د اسانه او ارزانه حل لارې په لټه یاست نو لاندې طریقه وازموئ.

لارښوونې:

۱. دوه گیلاسه اوبه او دوه گیلاسه د مڼې سرکه سره گډ کړئ،
۲. دغه محلول د سپرې یو بوتل کې واچوئ،
۳. دغه محلول خپلو وېښتانو بیخونو ته سپرې کړئ،
۴. خپل وېښتان یو پلاستیکي کڅوړې کې پټ کړئ،
۵. خپلو وېښتانو اوږدوالی پام کې نیولو سره له ۱۵ دقېقو څخه تر یو ساعت يي پرېږدئ،
۶. خپل وېښتان په شامپو او کانډیشنر ووینځئ.

 

۲- د کوپرې تېل او د لیمو اوبه

د سر پوټکی په طبیعي ډول اسیدي خاصیت لري. له اهمدې امله، د لیمو اوبه، چې په طبیعي ډول اسیدي خاصیت لري د سر پوټکی پاکولو او عادي حالت ته گرځولو لپاره تر ټولو غوره درمل دی. د لیمو اوبه د کوپرې له تېل سره د وېښتانو پخه له منځه وړلو کې د پام وړ اغېز لري.

د اړتیا وړ توکي:

  • ۲ کاچوغې د کوپرې تېل
  • ۱ کاچوغه د لیمو اوبه

لارښوونې:

۱. د کوپرې او لیمو اوبو ذکر شوې اندازې سره گډ کړئ،
۲. دغه مخلوط پر خپلو وېښتانو او د سر په پوټکي ووهئ،
۳. څو دقېقو لپاره خپل سر ته مساج ورکړئ،
۴. ۲۰ – ۳۰ دقېقو لپاره يي پرېږدئ،
۵. په شامپو يي ووینځئ.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون