افغانستان

فراه کې د یوې پوستې ۷ پولیس وژل شوي

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر یو پوسته برید کړی، چې پر مهال یې ۷ پولیس وژل شوي دي.

د فراه امنیه قوماندانۍ سرچینو رسنیو ته ویلی، پېښه تېره شپه د بالابلوک په چکاو نومې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې لسگونه طالبانو د پولیسو پر یو پوسته برید کړی چې د ۷ پولیسو د وژل کېدو ترڅنگ یې د هغوی وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

د فراه ولایت ویاند ناصري مهري بیا وايي، دغه پېښه کې د فراه رود پر لویه لاره رامنځ ته شوې او پر مهال یې ۳ پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.

مهري همدراز زیاته کړې، طالبانو د پولیسو پر پوستو برید وکړ، چې له ماتې سره مخ شول او بیرته تيښتې ته اړ شول.

د هغه په خبره په دغه پېښه کې گڼو طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده؛ خو دوی یې لا کره شمېر نه لري.

د ناصري مهري په خبره تر برید سملاسي وروسته سیمې ته اضافي افغان ځواکونه ورسیدل او طالبانو تیښته غوره کړه.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون