افغانستان سلايډ (فيچر)

بلخ کې د جنايي پېښو گراف لوړ شوی

د بلخ امنیتي مسوولین او خلک وايي، د سیاسي اړو دوړ له امله په مزارشریف ښار او ولسوالیو کې د جنايي پېښو گراف لوړ او د قانون ماتونې پېښې زیاتې شوي دي.

د بلخ اوسېدونکي وايي، په مزارشریف ښار کې د نامسووله وسله‌والو شمېر هم زیات شوی او هره ورځ خلکو ته نوي مزاحمتونه جوړوي.

د بلخ یو مدني فعال سمیر فرهمند وايي، په مزارشریف ښار کې په وروستۍ یوه میاشت کې د نامسوولو وسله‌والو شمېر زیات شوی او د ښار په ټولو واټونو گرځي.

دی وایي، همدا کسان په جرمونو کې ښکیل دي او د غلا، سړي تښتونې او د قانون ماتونې نورې پېښې لویه برخه د همدې کسانو له لوري رامنځته کیږي.

د بلخ یوه بل اوسېدونکی محمد عمر هم شکایت کوي، چې په مزارشریف ښار کې ډاډه گرځېدل اوس ستونزمن شوي دي.

دی وايي، هره ورځ په ښار کې د غلا او سړي تښتونې یوه پېښه رامنځ ته کیږي.

د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات وايي، په بلخ کې په دې وروستیو کې د جنايي پېښو گراف لوړ شوی دی.

هغه وايي، د دې کار یو لامل هم سیاسي کړکیچ دی او تر څنگ یې غیر مسوول وسله‌وال هم د بلخ امنیتي ته جدي ستونزه دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون