سلايډ (فيچر) نظر

عبدالکریم خُرم: علامه محمود طرزى ماته وطنپال او استعمار ضد شخصيت دى

عبدالکریم خرم، د ولسمشرۍ پر مهال د حامد کرزي د دفتر رييس

 كابل – په دې وروستيو ورځو كې په ټولنيزو رسنيو كې كله زما په نوم او كله د يو بل چا چې نوم يې زما له هغه سره مشابه دى، د علامه محمود طرزي خلاف يوه مقاله خپرېږي.

په دغه مقاله كې علامه محمود طرزى په افغانستان كې د سيكولريزم او بې دينۍ باني بلل شوى دى. دا مقاله چې طبعاً ما ليكلې نه ده، داسې نظريه بيانوي چې زما له افكارو سره زياته بېگانه او حتى متضاده ده.

زما په اند، محمود طرزى چې د علامه سيد جمال الدين افغان د شاگردۍ وياړ يې درلود، نه يوازې د افغانستان د ژورناليزم پلار دی، بلكې د هېواد د آبادۍ باني او د استعمار آگاه دښمن بلل كېږي. زه چې ځان د علامه سيد جمال الدين افغان د مكتب شاگرد بولم او د لوى خداى (ج) په فضل او مرحمت مې تراوسه هېڅ استعمارگر ته سر نه دى ټيټ كړی، علامه محمود طرزى د خپلې مبارزاتي لارې يو مشال گڼم.

په دې توگه هغه څه چې په دغه مقاله كې د محمود طرزي په ذم كې ليكل شوي، غندم او يو وار بيا تاكيد كوم چې له نوموړې مقالې او له محتوا سره يې زما هېڅ تړاو نشته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون