لوبې

لومړۍ لوبه لومړۍ بریا؛ افغانستان پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

افغانستان د ۱۹ – کلنو نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان په وړاندې ترسره کړه. دغې لوبې کې چې شیبه وړاندې پای ته ورسېده افغانستان سیالې لوبډلې پاکستان ته په ۵ وېکېټو ستره ماتې ورکړه او دغه نړیوال جام يي له بریا سره پیل کړه.

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

پاکستانۍ لوبډلې ۴۷٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روهېل نذیر ښه توپ وهنې په مرسته ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره روهېل نذیر په ۱۰۵ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۱ منډو جوړولو لپاره تر ټولو غوره او زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهونکی ثابت شو.

د افغانستان د توپ اچونې بشپړ راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

۱۹-کلنو ملي لوبډلې د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۸۸ منډو وسوځوله

ځوابي توپ وهنې کې افغانستان لپاره رحمت الله گرباز او ابراهیم ځدران توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې په درېیم اور کې چې افغانستان څلور منډې جوړې کړې وې ابراهیم ځدران چې په ۱۰ توپونو يي ۳ منډې جوړې کړې وې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

د ابراهیم ځدران پر ځای اکرام علي‌خېل توپ وهنه پیل کړه او رحمت الله سره یوه لنډه ملگرتیا په جوړولو بریالی شو.

افغانستان لپاره رحمت الله ښه توپ وهنه وکړه خو د لوبې په یولسم اور کې چې افغانستان یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره ۴۲ منډې جوړې کړې وې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. رحمت الله په ۴۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۱ منډې جوړې کړې وې.

له نوموړی وروسته بهیر شاه توپ وهنه پیل کړه خو له ځانگړو منډو جوړولو پرته يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. بهیر شاه په څلورو توپونو یوازې یوه منډه جوړه کړه.

له بهیر شاه وروسته دروېش رسولي توپ وهنه پیل کړه او له اکرام علي‌خېل سره يي ملگرتیا او د منډو لړۍ روانه کړه.

اکرام علي‌خېل او دروېش رسولي پیاوړې، اوږده او ښه ملگرتیا وکړه چې افغانستان لپاره يي دغه لوبه ډېره زیاته اسانه کړه.

اکرام علي‌خېل او دروېش رسولي په ۱۰۵ توپونو د ۷۵ منډو ملگرتیا کړې وه چې اکرام علي‌خېل خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

اکرام علي‌خېل په ۹۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۶ منډې جوړولو سره خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او د نوموړی پر ځای نثار وحدت توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې وروستی پړاو کې نثار وحدت له دروېش رسولي سره لنډې ملگرتیا څخه وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. نوموړی په ۳۸ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۹ منډې جوړې کړې وې.

له نثار وحدت څخه وروسته عظمت الله عمرزی توپ وهنه پیل کړه.

افغانستان لپاره دروېش رسولي تر ټولو پیاوړې او ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. دروېش رسولي په ۷۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۶ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

عظمت الله عمرزی هم په ۱۹ توپونو ۱۲ منډو جوړولو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

افغانستان ۴۷٫۳ اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د دروېش رسولي، اکرام علي‌خېل او رحمت الله غوره توپ وهنې په مرسته ۱۹۴ منډې جوړې کړې او د نړیوال جام سفر يي سترې بریا سره پیل کړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون