افغانستان

کندوز کې پر دوو پوستو برید کې پنځه پولیس وژل شوي

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر دوو پوسته برید کړی، چې پر مهال یې ۵ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي وايي، پېښه تېره شپه په جوی بیگم سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي، طالبانو پر دوو پوستو هم مهاله برید وکړ، چې په پایله کې یې د یوې پوستې ۵ پولیس ووژل شول او د دواړو پوستو ۵ نور پولیس ټپيان شول.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې گڼو طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې؛ خو دوی یې لا تر اوسه کره شمېر نه لري.

بل پلو ځايي اوسېدونکي وايي، چې دغه نښتې څو ساعته دوام وکړ او پر مهال یې تر ۱۵ ډيرو پولیسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

ځېنو رسنیو د خلکو په حواله راپور ورکړی، چې په دغه نښته کې ۸ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

دولت د دغه پېښې مسوولیت طالبانو ته راجع کوي؛ خو دغه ډلې تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندوز په امام صاحب او څو نورو ولسوالیو کې تر دې وړاندې له طالبانو پرته د نورو ډلو فعالیتونو نه دي لیدل شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون