سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امریکا افغانستان ته نور ځانگړي سرتيري رالېږي

پنټاگون د افغانستان جگړې د گټلو په موخه افغانستان ته د نورو ځانگړو روزل شوو سرتېرو د رالېږلو پرېکړه کړې ده.

د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې پنټاگون افغانستان ته ځانگړي روزل شوي پوځيان رالېږي، چې د جگړې په لومړيو کرښو کې له افغان ځواکونو سره مرستې کوي.

د خبرپاڼې په وينا دغه ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ادارې تر سيوري لاندې له افغان پوځيانو په جگړو کې مرسته کوي او د دوی روزنې کې به هم برخه اخلي.

پنټاگون هم افغانستان ته د نورو پوځيانو د رالېږلو پخلی کړی، خو د امنيتي لاملونو له مخې يې شمېر نه دی نه دی یاد کړی.

خو ځينو امریکايي رسنيو ويلي، چې د دغو پوځيانو شمېر شاواخوا اووه سوه دی، چې د محاربوي ماموريت لپاره به په دوو برخو کې افغانستان ته راشي.

افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځيانو مشر قومندان جنرال جان نيکلسن او د افغانستان دفاع وزارت د نورو امريکايي پوځيانو د راتلو هرکلی کړی او هيله يې ښکاره کړې، چې دغه پوځيان به د افغان سرتېرو د ملاتړ لپاره گټور تمام شي.

جنرال نيکلسن ويلي، چې نوي امریکايي پوځيان په پرمختللو وسلو سمبال دي، د جگړو ځانگړې روزنه ورکړل شوې او د جگړې په ډگر کې به يې شتون د افغان ځواکونو لپاره گټور وي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش ويلي، چې افغان ځواکونو لا هم د جگړې په ډگر او روزنې کې د امریکايي پوځيانو مرستې ته اړتيا لري او د نورو پوځيانو له راتلو سره به د جگړې وضعيت کې بدلون راشي.

تېر کال اگسټ کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې سټراټيژي د اعلان پر مهال ويلي و، چې افغانستان ته به زرگونه تازه دمي سرتيري ولېږي او ټينگار يې کړی و، چې طالبان به د زور له لارې د خبرو مېز ته راولي، خو طالبانو ټينگار کړی، چې د زور له لارې به خبرو ته چمتو نه شي او زياتوي، چې د بهرنيو ځواکونو تر شتونه به خپل وسله‌وال فعاليت ته ادامه ورکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون