افغانستان

ارگ سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو کمېسیون نوی کمېشنر ټاکلی

تر اوږده ځنډ او انتظار وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د مشرانو جرگې د دارالانشا مشر سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو کمېسیون د کمبود کمېشنر پست ته گومارلی دی.

د اجراییه ریاست فرهنگي سلاکار فریدون خوځون وايي، هاشمي نن د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د نوي کمېشنر په توگه غوره شوی دی.

تېره ورځ د غوراوي کمېټې خپل کاري راپور هم ولسمشر ته وړاندې کړی و او تر هغه وړاندې یې د ولسي جرگې غړی عبدالقادر ځاځی، د کابل د کمېسیون ولایتي رییس اول الرحمن رودوال او د مشرانو جرگې د دارلانشا مشر سید حفیظ الله هاشمي د نوماند کمېشنرانو په توگه وړاندیز کړي و.

په خپله سید حفیظ الله هاشمي هم له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې، چې ولسمشر تر مرکې وروسته دی د نوي کمېشنر په توگه غوره کړی دی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې اړه له رسمي نظر ورکولو ډډه کوي او د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، ولسمشر نن له درې واړه نوماند کمېشنرانو سره مرکې لرلې؛ خو په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

حفیظ الله هاشمي په لغمان کې زیږدلی،  د ماسټرۍ تر کچې یې په امریکا کې زده کړې کړې دي او نوموړی د نجیب الله احمدزي په ځای د کمېسیون د نوي کمېشنر په توگه گومارل کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون