سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

جنرال باجوه: د ترهگرۍ ضد جگړې کې له پاکستان سره خیانت شوی

د پاکستان لوی درستیز ډگر جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان لوی درستیز ډگر جنرال قمر جاوېد باجوه ويلي، چې پر هېواد يې د امریکايي چارواکو له تورونو داسې انگېري، چې «د ترهگرۍ ضد جگړې په اړه ورسره خيانت شوی وي.»

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر تورنجنرال اصف غفور رسنيو ته ويلي، چې جنرال باجوه دا څرگندونې له امریکايي جنرال جوزف ووټل سره د ټيليفوني اړيکو پر مهال هغه ته کړي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو له ادارې په خپره شوې خپرپاڼې کې د جنرال باجوه له خولې راغلي: «د پاکستان ټول ملت په دې وروستيو کې دا فکر کوي، چې امریکا ورسره د ترهگرۍ ضد جگړې په اړه خيانت کړی، په داسې حال کې، چې پاکستان له امریکا سره څو لسيزې مرستې کړي او امریکايي په ځواب کې پر پاکستان تورونه لگوي.»

د خبرپاڼې له مخې جنرال باجوه امریکايي جنرال ته ويلي: «موږ له امریکا مالي مرستې نه غواړو، بلکې امریکا بايد د ترهگرۍ ضد جگړې کې زموږ د قربانيو درناوی او ستاینه وکړي.»

د پاکستان لوی درسيز جنرال جوزف ووټل ته دا هم ويلي، چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا اندېښنې په نظر کې لري او ټينگار يې کړی، چې افغان کډوال بايد بېرته خپل هېواد ته ستانه او له افغانستان سره يې د پولو په خوندي کولو ټينگار کړی دی.

د پاکستاني رسنيو په وينا د جنرال باجوه د څرگندونو په ځواب کې د نورو امریکايي چارواکو په پرتله جنرال ووټل دريځ يو څه نرم و، د ترهگرۍ ضد جگړې کې يې د پاکستان هڅې ستايلي او پاکستان ته يې ډاډ ورکړی،چې«امریکايي پوځيان به پاکستان کې د وسله‌والو ډلو پر ضد يو اړخيز عمليات ونه کړي.»

د امریکا او پاکستا اړيکې له تېرو څو مياشتو راهیسې ترينگلې دي، خو دا ترينگلتيا هغه مهال نوره هم زياته شوه، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان کال په لومړۍ ورځ په خپل ټويټ کې پاکستان «په دوکې او درواغو» تورن کړ او زياته کړې يې وه، چې امریکايي چارواکو پاکستان ته له دري دېرش ميلياردو ډالرو زياتې مرستې ورکړي، خو پاکستان يې په ځواب کې يوازې «دوکې او درواغ ويلي او دا کار نور د زغملو وړ نه دی.»

امریکا تور پورې کوي، چې پاکستان پر خپلې خاورې هغو وسله‌والو ته ځای ورکړی، چې په افغانستان کې پر امریکايي پوځيانو او اهدافو بريدونه کوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو پر خپلې خاورې د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو شتون رد کړی دی او په مقابل کې تور پورې کوي، چې د پاکستان دښمنان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون