افغانستان

هرات کې نا معلومو وسله‌والو یو ښوونځی سوځولی

د هرات چارواکي وايي، د دغه ولایت په اوبې ولسوالۍ کې وسله‌والو کسانو تېره شپه یو منځنی ښوونځی سوځولی دی.

چارواکي وایي، د ښوونځي یوه برخه سوځېدلې؛ خو ځېنې برخې یې بیا د کلیوالو په مرسته له اوره ژغورل شوې دي.

د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد وایي، تېره شپه د اوبې په کشمېرانو سیمه کې یوه منځني ښوونځي ته نامعلومو کسانو اور ور اچولی او بیا له سیمې تښتیدلي دی.

فرهاد زیاتوي پولیسو په دې اړه پلټنې پيل کړې؛ خو د سیمې خلکو د اور کابو کولو لپاره پر وخت اقدام کړی او د ښوونځي ځېنې برخې ژغورل شوې دي.

د اوبې ولسوالۍ امنیه قوماندان شیراغا الکوزی هم وايي، چې دغه ښوونځي ته تېره شپه څو کسان له وسلو سره ورغلي او بیا یې ټولگیو او اداري خونو ته ور اچولی دی.

د هغه په وینا د ښوونځي ډيره برخه توکي د سیمې خلکو له اوره ژغورلي خو د ښوونځي یوه برخه سوځېدلې ده.

امنیه قوماندان وايي، په دغه ښوونځي کې هلکانو زده کړه کوله؛ خو کوچنیو نجونو هم ټیټ ټولگي په کې لوستل.

د یادې پېښې په اړه تر اوسه د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون