افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان: امریکا د نورو پوځيانو په رالېږلو جگړه نه شي گټلی

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې پریکړې وروسته چې ویلي یې دې افغانستان ته به یو شمېر تازه دمي ځانگړي ځواکونه ولیږي طالبان وايي، دغه ځواکونه به جگړه ونه شي گټلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا په یو نیم لک عسکرو سره افغان جگړه ونه شوای گټلی نو په سوونو هغو یې هم نه شي گټلی.

ده ویلي، د ځانگړو امریکايي عسکرو راتگ افغانستان ته د نورو عسکرو لپاره د روحیې ورکولو په مانا ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د امریکا ولسمشر دې په افغانستان کې خپل بخت بیا نه ازمويي او امریکا یې په تېرو شپاړسو کلونو کې ناکامه بللې.

بل پلو د افغانستان دفاع وزارت د نویو امریکايي عسکرو د راتگ د افغان ځواکونو لپاره د مشوره ورکونې او روزنې لپاره مهم بللی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي، چې افغان ځواکونه به له بهرنیو ځواکونو هم تجهیزات تر لاسه کوي او هم به نوي تکتکیونه او جگړه‌ییز مهارتونه ترې زده کوي.

د هغه په خبره طالبان د کمزورۍ په حال کې دي او راتلونکی کال به د افغان ځواکونو عملیات لا تهاجمي او زیات شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون