روغتيا او ژوند

دغه اسانه او وړیا لارې مو د سترگو لید غوره کوي

سترگې د بدن یو له تر ټولو مهمو برخو څخه دي، چې له همدې امله دروغتیا په برخه کې يي باید ځانگړې پاملرنه وشي.

د ټکنالوژۍ په زمانه کې چې ټول مخ‌پاڼه لرونکې اوزار د سترگو روغتیا زیانمنوي ځینې داسې اسانه او وړیا لارې هم شته چې د دغه ستر نعمت د له منځه تللو مخنیوی کوي او د سترگو لید نور هم غوره کوي.

۱- مناسب خواړه

مناسب خواړه د سترگو روغتیا په برخه کې د پام وړ اغېز لري. د یو شمېر روغتیايي څېړنو پر بنسټ لیوټین، اومېگا – ۳، وېټامین سي، اي او زېنک د عمر زیاتېدو له امله د سترگو لید کمزوري مخه نیسي.

۲- مناسب ورزش

ورزش د سترگو روغتیا لپاره هم گټور دی. یوې څېړنې ثابته کړې څوک چې هره ورځ ورزش کوي – د ورځې تقریباً ۶ میله منډه وهي – کې د سترگو لید له منځه تللو خطر ۳۵ سلنه ټېټېږي.

له دې سربېره ورزش مناسب وزن ساتلو او بې شمېر ناروغیو څخه مخنیوی په برخه کې هم د پام وړ مرسته کوي او له ډاکټر او درملو څخه مو ژغوري.

۳- خپلو سترگو ته ورزش ورکړئ

سترگې هم یو شمېر فزیکي حرکتونه لري چې د سترگو لید او عمومي روغتیا لپاره بې شمېره گټې لري او د سترگو مختلفو ناروغیو مخه نیولی شي.

که غواړئ روغ او غوره لید لرونکې سترگې ولرئ نو هره ورځ تقریباً پنځو دقېقو لپاره خپلو سترگو ته ورزش ورکړئ.

۴- خپلو سترگو ته د ارام کولو فرصت ورکړئ

مناسبه اندازه خوب د سترگو روغتیا لپاره ډېر اړین دی. خوب سترگو ته د بشپړ ارام، خپل ځواک تازه کول او له منځه تللو حجراتو ترمیمولو اجازه ورکوي. لږ خوب د سترگو لید کمزوری کوي چې له همدې امله هڅه وکړئ هره شپه ۸ ساعته خوب وکړئ.

کاري ورځو کې خپلو سترگو ته یو ساعت دمه ورکړئ. هر ۵۰ دقېقو کې چې د کمپیوټر په وړاندې يي تېروئ لس دقېقې خپلو سترگو ته د ارام کولو فرصت ورکړئ. که سترگې مو ډېر ستړې وي نو د بادرنگ ټوټې پرې کېږدئ.

۵- لمر ضد عینکې وکاروئ

مناسبې لمر ضد عینکې مو سترگې د لمر له مضرو وړانگو ژغوري. دغې موخې لپاره هغه عینکې چې ۹۹-۱۰۰ سلنه د لمر وړانگې مخه نیسي انتخاب کړئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون