افغانستان سلايډ (فيچر)

سرچینه: ترکیه کې د سولې خبرې له پخوانیو ټیټ پوړو طالبانو سره دي

له تېرو دریو ورځو راهیسې پر ځینې رسنیو خبرونه خپریږي، چې په ترکیه کې د حزب اسلامي په منځگړتوب د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي؛ خو اوس باوري سرچینو نړۍ نیوز ته د دغو خبرو د خبر د پخلي تر څنگ ویلي، چې دا کسان پخواني ټیټ پوړي طالبان دي.

یادې سرچینې زیاته کړه، هغه کسان چې د طالبانو په استازولی په ترکیه کې د سولې د خبرو میز ته راغلي د طالبانو استازي نه بلکې هغوی په خپله د اشخاصو په توگه په دغه خبرو کې برخه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د ملا محمد رسول د ډلې دوه قوماندان ملا عبدالرووف او ملا عبدالحلیم هم د اشخاصو په توگه په دغه ناسته کې گډون کړی دی.

سرچینه زیاتوي، د ملا رحمت الله وردگ په نوم کس چې پخوانی ټیټ پوړی طالب دی هم د یوه شخص په توگه په دغه ناسته کې گډون کړی.

یاده سرچینه وایي، په دغه ناسته کې په دې خبرې نه کیږي، چې دا کسان څنگه له سولې سره یو ځای شي، بلکې پر دې خبرې کیږي، چې څوک پر طالبانو څومره اغېز لري، چې د سولې په خبرو کې گټه ورڅخه واخیستل شي.

د دغو خبرو تر شا تر ډیره د یوه پخواني طالب چارواکي اغاجان معتصم د رول یادونه کیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې هغه کسان چې په ترکیه کې د سولې خبرې کوي، ددوی استازي نه دي او دا پروسه یې یوه استخباراتي دسیسه بللې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون