سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د امنيت شورا پلاوی افغانستان ته رارسېدلی

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پلاوی تېره ورځ ناوخته کابل ته رارسېدلی دی.

په دغه پلاوي کې ملگرو ملتونو لپاره د امریکا استازې نکي هيلي په گډون د امنيت شورا هېوادونو نور غړي هم دي.

افغان حکومت تر اوسه له دغه پلاوي سره د خبرو موضوع نه ده روښانه کړې، خو د چارو کارپوهان او سرچينې په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

حکومتي سرچينې وايي، چې د امنيت شورا راغلی پلاوی به د افغانستان امنيتي وضعيت سربېره د افغان حکومت هغو شکایتونو په اړه هم خبرې وکړي، چې د پاکستان له لوري يې د ترهگرۍ د ملاتړ په اړه لري.

د ولسي جرگې غړي صالح محمد صالح ويلي، چې د امنيت شورا پلاوی بايد خپل مسووليت ادا کړي او  له افغان حکومت سره په شته ستونزو او د ترهگرۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

بل  پلو د چارو کارپوه فیض محمد ځلاند ويلي، چې امنيت شورا د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې لري او له همدې امله يې افغانستان ته ځانگړی پلاوی رالېږلی دی.

دی وايي: «حکومت د نړيوالو مرستو د دوام، روان بحران، حکومتي فساد او د سولې په برخې کې له ننگونو سره مخ دی او هڅه کوي، چې په دې اړه د امنيت شورا ملاتړ تر لاسه کړي.»

په ملگرو ملتونو کې د قزاقستان سفير او د امنيت شورا  پړاويز مشر خيرات عمروف افغانستان ته د امنيت شورا د پلاوي سفر گټور بللی دی.

دی وايي: «امنيت شورا به له افغان حکوت سره د ترهگرۍ ضد جگړې، نشه‌يي توکو او د سولې په اړه د خپلې همکارۍ په اړه خبرې وکړي.»

له تېرو اوو کلونو راهيسې دا لومړی ځل دی، چې د امنيت شورا پلاوی کابل ته راځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون