افغانستان

د ډنډ شهاب الدین د نیولو لپاره عملیات پيل شوي

افغان پوځیانو د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین د بیرته نیولو لپاره عملیات پيل کړي او په وینا یې دا عملیات به تر هغه دوام ولري، چې له یادې سیمې ټول طالبان وباسي.

د ډنډ شهاب الدین سیمه له تېرو دریو کلونو راهیسې تر ډیره د طالبانو تر ولکې لاندې ده؛ خو دولت په رسمي ډول دغه خبره نه تاییدوي او په وینا یې دا سیمه د دولت تر ولکې لاندې ده.

شمال کې د شاهین قول اردو مرستیال ویاند نصرت الله جمشیدي وايي، نن سهار افغان ځواکونو کوي د بغلان ډنډ شهاب الدین سیمې د پاکونې لپاره عملیات پيل کړي دي.

د هغه په وینا دغه عملیات به تر هغه روان وي، تر څو طالبان او نور وسله وال مخالفین له دغه سیمې پاک شي.

د جمشیدي په خبره په لومړیو کې د کلیو او کورونو تلاشي پيل شوې او وروسته به دلته دایمي پوځي مرکزونه جوړیږي.

د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې طالبانو درې کاله وړاندې پاخه مرکزونه لرل؛ خو وروسته مرکزي حکومت د بغلان له خلکو سره هوکړه وکړه، چې دولتي ځواکونه او طالبان به دواړه له دغه سیمو وځي.

له دغې هوکړې وروسته ډير غبرگونونه وپاورل او ځېنو خلکو طالبانو ته د یوې سیمې د سپارلو په مانا وبلله.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون