افغانستان سلايډ (فيچر)

عطامحمد نور د حیرتانو بندر عوایدو گرځولو گواښ کړی

د بلخ گوښه شوی والي عطامحمد نور وايي، که لاسلیک یې په مرکز کې ونه چلیږي د حیریاتو بندر عواید به په بلخ کې وگرځوي او خپلو مامورینو ته به معاش ترې ورکړي.

نور همداراز گواښ وکړ، که سیمه‌ییزو ارگانونو خپلواکه اداره د ده په قضیه کې نوره لاسوهنه وکړي دی به هیڅ هغه گومارنه ونه مني، چې له مرکز څخه په بلخ کې کیږي.

عطا محمد نور په بلخ کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې وویل، د حیریاتو بندر میلونونه ډالر عواید د حکومت خلتې ته ورځي او که د ده په لاسلیک د بلخ مامورینو ته معاش ورنه کړل شي، دی به د حیرتانو بندر عواید په مزارشریف کې وویشي.

نور زیاتوي، د سیمه‌ییزو ارگانونو خپلواکه اداره دې په لویو مسائلو کې لاسوهنه نه کوي او هغوی یوازې مامورین دي چې باید خپل ماموریت په سمه بڼه ترسره کړي.

نوموړي ټینگار وکړ، چې د جمعیت تر پریکړې والي دی او هیڅوک یې له دندې نه شي لرې کولی.

تر دې وړاندې د سیمه‌ییزو ارگانونو خپلواکې ادارې ویلي و، چې د عطامحمد نور لاسلیک ورته نور ارزښت نه لري.

د بلخ گوښه شوي والي پر ځينو نورو مسائلو هم خبرې وکړې او په وینا یې د حکومت او جمعیت تر منځ د خبرو پایلې ته انتظار دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون