افغانستان سلايډ (فيچر)

د اروزگان خلک مرکزي حکومت «د مور میرې» په چلند تورنوي

د اروزگان ولايت مدني فعالان او ځوانان مرکزي حکومت د دغه ولايت له خلکو سره په توپيري او د «مور ميرې» په چلند تورنوي او غوښتنه يې کړې، چې ولسمشر غني دې اروزگان ولايت ته د برېښنا سربېره نور حقونه هم ورکړي.

د اروزگان ولايت مدني فعالانو او ځوانانو نن يکشنبه په مرکز ترينکوټ کې د يوې غونډې پر مهال وويل، چې د اساسي قانون له مخې د هېواد ټول وگړي يو شان حقونه لري، خو مرکزي حکومت نورو ولايتونو ته برېښنا په درې يا څلور افغانۍ ورکوي او ارزوگان ته يې په څلوېښت افغانۍ ټاکلې، چې په وينا يې دا کار د دې ولايت له خلکو سره توپيري چلند او له اساسي قانونه سرغړونه ده.

د ارزوگان لسگونو ځواکونو په ترينکوټ کې د یوې خبرغونډې پر مهال پر مهال شعارونه پورته کړي وو، چې پرې ليکل شوي وو. «ارزوگان ولايت کې ولې يو کيلو واټ برېښنا په څلوېښت افغانۍ ده؟» «ولسمشره ارزوگان هم د جغرافيې برخه ده» او داسې نور شعارونه وو.

د اروزگان د مدني فعالانو مشرانو جاويد ابلاغ او غلام نبي شجاع خبرغونډې ته وويل، چې د هلمند د کجکي بند ډېره برخه د ارزوگان په خاوره کې جوړ شوی او د تېرې د سيند اوبه هم دغه بند ته توييږي، خو بيا هم مرکزي حکومت د اروزگان خلکو ته په ارزانه بيه برېښنا نه ورکوي.

د اروزوگان خلک د برېښنا سربېره د ښوونې روزنې، روغتيا او نورو اسانتياوو ته په لاس رسي کې له ستونزو سره مخ دي او له مرکزي حکومته غوښتنه کوي، چې د ژوند د لومړنيو اسانتياوو ته په لاس رسي کې يې مرسته وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون