پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

«امریکا د اټومي تړون په کمزوري کولو کې پاتې راغلې»

د ايران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، چې د امریکا متحده ايالتونه له ایران سره د اټومي تړون په کمزوري کولو او له منځه وړلو کې پاتې راغلې.

ښاغلي روحاني نن د ایران ولس ته له رسمي راډيو ټلويزيونه په خپرېدونکې وينا کې وويل، چې «د ایران او نړيوالې ټولنې تر منځ اټومي تړون د ایران لپاره ستره لاسته راوړنه ده.»

د ایران ولسمشر وويل، چې د امریکا ولسمشر  ډېره هڅه وکړه، چې دغه تړون کمزوری کړي، خو په خپلو هڅو کې پاتې راغی او له امریکا پرته نورو ټولو هېوادونو د اټومي هوکړې ملاتړ وکړ.

حسن روحاني دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې دوه ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ايران لگېدلي بنديزونه نور هم وغځول.

ولسمشر ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ کانگريس او د امریکا متحدينو ته خبرداری ورکړی و، كه تر راتلونكو  ۱۲۰ ورځو پورې له ایران سره اټومي هوکړه لغوه نه کړي، ا مریکا به يې په يو اړخيزه توگه لغوه کړي.

خو ایران ټينگار کوي، چې د اټومي هوکړې په اړه مذاکرات کول ناشوني دي او په دې اړه يې د امریکا غوښتنې رد کړي دي.

تهران په دې باور دی، چې تر هغه وخته به اټومي تړون ته درناوی ولري، تر څو، چې مقابل اړخونه هم ورته درناوی کوي او که امریکا له اټومي هوکړې سرغړونه وکړي، تهران به يې هم په درناوي اړ نه وي.

د ایران او شپږو سترو دولتونو تر منځ اټومي هوکړې کې ایران ژمنه کړې، چې خپل اټومي پروگرام به نه پراخوي او په مقابل کې به يې امریکا او نړيواله ټولنه پر ایران لگېدلي بنديزونه پورته کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون