سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د قطر د شاهي کورنۍ يو غړی په ابو ظبۍ کې نظربند شوی

د قطر د شاهي کورنۍ غړی شيخ عبدالله بن علي آل ثاني

د قطر د شاهي کورنۍ يو غړی وايي، چې د متحده عربي اماراتو حکومت دی په زوره نظر بند کړی دی.

شيخ عبدالله بن علي آل ثاني وايي، چې دی په د متحده عربي اماراتو مېلمه و، خو اوس يې نظر بند کړی دی.

شيخ عبدالله بن علي آل ثاني په خپل ويډيويي پيغام کې ويلي، که ده ته هر گواښ او خطر پېښ شو، مسووليت به يې د ابو ظبۍ د وليعهد محمد بن زاید پر غاړه وي.

د آل ثاني په ويډيويي پيغام کې راغلي: « ما ته د هر ډول زيان پېښېدو په صورت کې به امارات پر قطر تور ولگوي، خو په دې کې به د قطر حکومت هېڅ لاس نه وي، بلکې ټوله پړه به يې د محمد بن زاید پر غاړه وي»

د يادونې وړ ده، چې د تېر کال جون کې سعودي، متحده عربي اماراتو، مصر او بحرين له قطر سره هر ډول اړيکې پرې کړي او له قطر سره يې هر ډول ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې تړلي دي.

دغه هېوادونه تور پورې کوي، چې قطر د سیمې په ناامنه کولو کې لاس لري او د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي.

شيخ عبدالله د سعودي او قطر تر منځ د کړکېچ پر مهال د درېيمگړي په توگه پېژندل شوی دی. نوموړی هغه مهال په رسنيو کې مشهور شو، چې د قطري حاجيانو لپاره يې د سعودي پولې په پرانيستو کې رول ادا کړ.

عربي رسنۍ وايي، چې امارات او سعودي هڅه کوي، شيخ عبدالله بن علي آل ثاني د قطر راتلونکی واکمن کړي.

خو اماراتي چارواکو د شیخ عبدالله تورونه رد کړي او زياتوي، چې دی خپلواک دی او هر کله، چې وغواړي کولای شي له ابو ظبۍ ولاړ شي.

د عربي چارو کارپوهان وايي، چې د منځني ختيځ وروستي حالات له هغه وخته هيښوونکي دي، چې د تېر کال نومبر کې د لبنان لومړي وزير سعد حریري له سعودي عربستانه خپله استعفا اعلان کړه. هغه مهال د لبنان چارواکو او نړيوالو کارپوهانو ويلي و، چې ښاغلي حريري دغه استعفا د سعودي چارواکو د فشار له امله ورکړې.

له دې پېښې څو ورځې وروسته د مصر پخوانی لومړی وزير احمد شفيق هم له متحده عربي اماراتو په خپره کړې ويډيو کې ويلي و، چې دی د اماراتي چارواکو له لوري نظر بندی شوی دی.

له دغې ويډيو وروسته ښاغلی شفیق له ابو ظبۍ مصر ته ستون شو او اعلان يې وکړ، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې گډون نه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون