سلايډ (فيچر) نظر

ترکيه کې د افغان سولې گډوډې هڅې!

نجیب الله جامع

 قاضي نجیب الله جامع

سولې ته د رسېدو له پاره اصلي باور او غوښتنه دا ده چې پر داسي لارو چارو غور وشي چې جگړه ختمه کړي اویا لیږ تر لیږه د ښکیلو اصلي لوریو ترمنځ د مذاکراتود پیل په لار کې اغیزمن ثابت شی.

هغه څه چې د کابل، اسلام اباد، چین او واشنټن څلور اړخیزو هغو کې یې رنگ بایلود، چې مشخصي پایلۍ یوازې د بی باورې د فضاء زیاتوالي، د جگړې دکرغیړنو ادبیاتو قوت اوپه ټوله کې د افغان له جگړې ستړې ولس په لا ناهیلۍ سره پایته ورسېدي.

اوس چې ترکیه د اسلامي نړۍ یو له لرغوني دوه درو فرهنگي او سیاسي قطبونو څخه دي او تل یې د اسلامي نړۍ پر مهمواو نازکو قضایاوو کې ونډه ټاکونکې بلل شوي موږ د دوي له مثبت نقش څخه هرکلۍ کړو، مگر هغه څه چې د ترکیه د څلور اړخیزه په نوم یې رسنیو ته د یو افغاني ډیالوک په تړاو معلومات راوتلي یوازی اندیښني زیږولي شي، د توطيي شوم اړخ يې پیاوړي کیږی او د ناستي څرنگوالي داسي ښيي چې د ترکیه دولت پیژندگلوي هم د گډونوالو څخه کمه دي او یا شايد د ترک لوري لکه د ارومچې او مري ناستي چې طالب لوري هېڅ پرې خبر او اتر نه وو خبر او اتر نه دي.

مگر هغه احتمالونه او موخي چې د دغي غونډي له جوړښت، د گډونوالو د حضور له کچې او رابلونکو څخه یې څرگندیږی دا ده چې :

لومړي : د ملا رسول او منان ډلي ته مشروعیت پیداکول او شک له منځه وړل :

دغه ناستي ته د افغان طالبانو له اصلي لیکي د ملا هیبت الله اخند څخه پرته د وسله والي جلا شوي د ملا رسول ډلي ته هم په لومړي ځل بلنه ورکړل شوی دي.

دا چاره د دي ښودنه کړي چې دغه غونډه حکومت د سولې د عالي شورا په نوښت رابللي او افغان حکومت موخه له دغې بلني څخه دا د چې لومړي په طالبانو کې د انشعاب فکر ځواکمن ثابت کړي، دویم د ملا رسول ډلي ته چې که څه هم د جگړې په ډگر کې ونډه په نشت حساب دي سیاسي ارزښت او پایښت پیداکړي، دریمه موخه دا ده چې حکومت غواړي پر دي سره هغه شک غلط ثابت کړي کوم چې ویلي کیږی د ملا رسول او منان ډله د افغان څارگري اداري (NDS ) رامنځته کړي.

دویم : د سولې عالي شورا ته د خټي پزې ښودلو هڅه :

د دغې غونډې څخه موخه دا د چې حکومت غواړي د سولې د عالي شورا بایللي څیره و رغوي ځکه کله هم چې خلگ او د سولې مخور حکومت ملامتوي چې د سولې له پاره هیڅ میکانیزم نه لری او هغه څه چې د شورا په نوم تیر ۹ کاله تر سره شوی تل ارگ د نظام په منځ کې سیاسي مخالفینو ته د سیاسي بډو په توگه ورکړي، یا د سولې شورا ادرس یوازی د ډالري تنخواگانو د اخیستلو، د پروژود مشروعیت او تجملی، فیشني سفرونو د تگ راتگ هوای شرکت دي.

ځکه لومړي د دغي شورا  وجودي فلسفه مخکې له دي چې د( خدای بښلۍ سولې ) په لار کې د منځگړې رول ا داء کړي له جدي خپل منځي خنډونو لکه د سولې عالي شورا په مشرتابه کې د طالب ضد څېرو شتون، د سولې په تړوا د مشخصه تگلارې او میکانیزم نه درلودل، د سولې له مفهوم سره خپله د شورا د غړو او حکومت ترمنځ خپلمنځي او دوه اړخیزه ستونزي دي، د صلاحیت او استقلال د نشوالی بحث، نه همغږۍ، د بې پرې توب پر اصل شک او ډېر داسي نوري ستونزي هم شته.

هغه چې حکومت غواړي د دغسې غونډو په دایرولو سره لومړي خپل شکمن نیت د عامه ذهنیت پر وړاندي ترمیم او بیا په ځانگړې توگه د سولې د عالي شورا له منځه تللي باور او حیثیت بیرته راوگرزی.

دریم : د قطر دفتر او د طالبانو سیاسي انشعاب یقیني کولو هڅه :

بل لور ته دغې ناستي ته د قطر دفتر د سیاسي استازو د راتگ څخه هم یادونه شوي او په رسنیو کې د ملا رحمت الله وردگ نوم کښته پورته کیږی چې د ایراني اژانس فارس نیوز سره د غونډې د یو تن گډونوال په خبره نوموړي د دغه دفتر بلاصلاحیته استازی دي.

مگر د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د دغه دفتر د غړو د نه گډون خبره او د شرم وړ لا دا چې کله مجاهد هغه په دوبي کې په کنایه امیزه ډول د شاتو کاروباري بللي نه د دوي رسمي استازي دغې دري ورځني غونډې ته یې سخته شرمناکه ضربه ورسوله.

د غالب گمان له مخې د قطر دفتر په شتون کې د ملا رسول او منان ډلي له گډو مذاکراتوڅخه د سولې شورا په حضور کې موخه او هڅه دا وه چې دوي په لوی لاس د طالبانو د سیاسي انشعاب تر څنگ د دغه دفتر وجودی او سیاسي مشروعيت هم کمزوري کړي هغه چاره چې د طالبانو وجودي فسلفه او تاریخي ارزښت باندي سپینه او نه جبرانېدونکي کودتا یې بللي شو.

څلورم : اسلامي حزب او د سولې منځگړې رول :

د دغه گوند د مشر محترم حکمتیار او حکومت ترمنځ د سولې له هوکړې بیا تر ننه که څه هم حکمتیار صیب طالبان د لغمان او بیا ننگرهار په غونډو کې د خپلي وجودي فلسفي او داعیی تر کچې و ننگولد هغوي جگړه یې د امریکایانو د پاتي کېدلو سبب وبلله او هغوي یې د افغان جهاد د پایلي ناکامونکې عناصر یاد کړل مگر په عموم کې د دوي دریځ دا ده چې غواړي د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې او سولې ته د افغاني ډیالوک په لار میندلو سره خپل معطل او په انتظار کې منځگړې رول چې د دوي دودیز مخالفین  جمعیت او ستمځواکې کړې یې تل د دوي په مخ راکاږي اداء کړي.

هغه چې ولس او د سولې مخور تل له حکمتیار صیب څخه د خپل دغه رول د لوبولو غوښتنه او هرکلي کړې تر څو وشي په افغانستان کې نور د مذاکراتو او نظام تجربي یو ځل بیا ړنگې نه کړای شي ولي زموږ د وروستیو معلوماتو له مخي داسي څه که څه هم اسلامي گوند او امیر به یې هڅه کړې وي ولې د ټرمپ د سهیلي اسیا او افغانستان یا په دا نوی د ملي امنیت کرښو کې پر جگړېد ټینگار خبري چې د ۱۶ بی ۵۲ طیارو بمبارې او د زرگونو جگړه ماروځواکونو بېرته راتگ د جگړې ډگر ته په داسي حال کې چې امریکا خپل پخواني ستراتیژیک ملگری پاکستان د ټروریزم ملگري او روسیې او چین د خپلو ستراتيژیکو اهدافو په وړاندې خنډ گڼي چې اسلامي حزب هم له دي پوره مطالعه لری او که داسې نه وی نو دغه گوند او رهبری یې ولې د امریکا او ناټو بار بار په ولسي وگړو بمبارې نه غندي.

نو پایله دا د چې لومړي دغه ناسته د حکومت او امنیت شورا نوښت دي نه د ريښتیني سولې یو سیاسي هڅه بل لور ته که اسلامي حزب دغه نوښت کړي وي هم مگر نتایج او اهداف یې حکومتی او امنیتی دي دریم د دي ټولو سربېره د افغان سولې لاره او حل لاره معلومه دي، خنډونه او ځنډونه یې په کور دننه او بهر کې هم د لسگونو ناستو په درشل کې جوت شوي، دغه گډوډې هڅې د هغې سولې د تږيو حلق نشي خړوبوالي کوم چې له جگړې ځوریدلي او یا ځوریږی.

هیله او غوښتنه مې د سولې د یو تږي فعال په توگه دا ده چې دغه مجهول او گډوډ حرکتونو څخه لکه د ملا رحمت الله وردگ صیب شرمناک استازي توب څخه درس واخیستل شی او په ریښتینی ډول سولې ته د یو ولسي لومړیتوب او بل اجماع لومړیتوب په توگه کار وشي.

درناوي

د خپلواکه او لوی افغانستان په هیله

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون