افغانستان سلايډ (فيچر)

غني: زموږ پوځ د واشنگټن له مرستې پرته دوام نه شي کولی

ولسمشر اشرف غني ويلي، چې د امریکا او نړيوالو ځواکونو له مرستې پرته د وسله‌والو مخالفينو د بريدونو په مقابل کې افغان پوځ له شپږو مياشتو زيات مقاومت نه شي کولی او ټینگار يې کړی، چې دغه جگړه به تر راتلونکو څو نسلونو روانه وي.

ښاغلي غني «سي بي ايس» ټلويزيوني شبکې سره په مرکې ويلي: « د امریکا له مرستې پرته له شپږو مياشتو زيات زموږ پوځ دوام نه شي کولی؛ ځکه چې موږ دومره وسائل نه لرو، چې له امريکا پرته روانې جگړې ته دوام ورکړو.»

ولسمشر غني ويلي، چې په افغانستان کې له ۲۱ زياتې ترهگرې ډلې فعاليتونه لري امريکا او نور نړيوال ځواکونه بايد په افغانستان کې پاتې وي، تر څو دغه جگړه پر مخ بوځي او ټينگار کوي، چې د امریکا له مرستې پرته افغان پوځ له شپږو مياشتو زيات دوام نه شي کولی، خو په ورته وخت کې يې دا هم ويلي، چې «تل به د بهرنيو هېوادونو مرستو ته نه يو اړ.»

ولسمشر غني د سي بي ايس د خبريالې په ځواب کې ويلي، چې دوی اوس هم په کابل کې د مخالفينو له لوري کلابند دی او زياتوي، چې دغه جگړه به تر هغو روانه وي، تر څو، چې په هېواد امنيت او ټيکاو نه وي راغلی او شونې ده، چې تر راتلونکو څو نسلونو دوام وکړي.

ولسمشر غني په داسې حال کې د جگړې د دوام خبره کړې، چې د رسمي شمېرو له مخې تېر کال د افغان ځواکونو لپاره د پخوا په پرتله ډېر خونړی و او د سي بي ايس ټلويزيون په وينا يوازې د تېر ۲۰۱۷ په وروستيو څلورو مياشتو کې ۲۵۰۰ افغان پوځيان وژل شوي او له څلورو زرو زيات ټپيان دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون