افغانستان سلايډ (فيچر)

نیکلسن او طالبانو یو بل ته تازه گواښونه کړي

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان هلمند ته د سفر پر مهال گواښ کړی، چې طالبان به د هلمند په هیڅ سیمه کې خوندي پاتې نه شي او په وینا یې دوی به تر هغه له افغان پوځیانو سره ملگري وي، چې جگړه وگټي.

په غبرگون کې یې طالبانو ویلي، دوی به تر هغه جگړه کوي، چې په افغانستان کې بهرني او افغان ځواکونه مات کړي.

تېره ورځ جنرال جان نیکلسن له یو شمېر نورو پوځيانو سره هلمند ته ولاړ او هلته یې له میشتو بهرنیو ځواکونو سره وکتل.

د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان وویل، طالبان د ولایتونو او مهمو ښارونو د نیولو په موخه کې ناکام شول او اوس هم په هیڅ ځای کې خوندي نه دي.

هغه وویل، د امریکا د نوې تگلارې له مخې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش نه دی ټاکل شوی، نو دوی به د خپل ماموریت تر پایه له افغان ځواکونو سره ملگري وي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا په یوه لنډه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نکلسن خبرې بې ارزښته دي او دوی به تر هغه جگړه کوي، چې بریالي کیږي.

احمدي زیاته کړې، «امریکایان یوازې له افغانستانه د وتلو انتخاب لري او له دې پرته کوم لار نه لري.»

په داسې حال کې چې هلمند اوس هم د جگړې تود ډگر دی، داسې بریښي، چې د جگړې ښکیل لوري د دغه ډگر د لا گرمولو لپاره یو بل ته غاښونه تېره کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون