افغانستان سلايډ (فيچر)

د کابل پروسې دویمه ناسته ځنډیدلې

ټاکل شوې وه د افغان سولې په اړه د راتلونکي میلادي میاشتې په لومړیو کې د کابل پروسې دویمه ناسته کابل کې جوړه شي؛ خو اوس بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه ناسته د ښه چمتوالي لپاره درې اوونۍ ځنډول شوې ده.

خو په همدې حال کې ځېنو رسنیو ویلي، چې حکومت د سیاسي اړو دوړو له امله د کابل پروسې ناسته ځنډولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت همداراز خبر ورکوي، چې ملگري ملتونه به په نږدې راتلونکي کې د ملگرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانگړې غونډه جوړه کړي.

د یاد وزارت مرستیال نصیراحمد اندېشه د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د کابل پروسې د ځنډ لامل ښه او اړین چمتوالی دی.

د هغه په خبره د افغان حکومت هڅه دا ده چې د مهمو او ملي مسائلو په اړه د خلکو نظریات راټول او د کابل په پروسه کې ورباندې بحث وشي.

اندېشه زیاته کړه، چې د کابل پروسې په ناسته کې به د افغانستان هڅه دا وي، تر څو د افغانستان د حالاتو یو ریښتینی انځور نړیوالو ته ورکړل شي، نو ځکه که په یو څو اوونۍ ځنډ هم ترسره کیږي ستونزه به ونه لري.

د بهرنیو چارو وزارت دغه مرستیال همداراز وايي، چې د قزاقستان په نوښت به په نږدې راتلونکې کې د ملگرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ځانگړې غونډه وکړي، چې د دغه هېواد سیاسي او اقتصادي حالات به په کې بحث شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون