سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امریکا پر فلسطين مالي مرستې درولي

امریکا د فلسطين د عامه خدمتونو لپاره د ملگرو ملتونو له لارې د ورکول کېدونکو مرستو پنځه شپېته ميليونه ډالرو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

امریکا د فلسطين د عامه خدمتونو لپاره يو سل او شل ميليونه ډالره کلنۍ مرسته ورکوله، چې د فلسطين له لوري د امریکا د منځگړيتوب رول د رد کولو په غبرگون کې واشنگټن پرېکړه کړې، چې دغه مرستې به نيم په نيمه کمې کړي او اوس به يوازې شپېته ميليونه ورکول کېږي.

 د تېر کال په وروستيو کې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه وپېژندله، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر فلسطين هم دغه پرېکړه په سختو ټکو وغندله او د منځني ختيځ د سولې په اړه يې د امریکا د منځگړيتوب وړانديزونه او هڅې رد کړې.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس ويلي و، چې امریکا د اسراييلو په اړه يو اړخيزه پرېکړه کړې او نور نه شي کولای، چې دمنځگړي په توگه د سولې په بهير کې رول ادا کړي.

څو ورځې وړاندې امریکا گواښ کړی و، که فلسطين له اسراييلو سره د روغې جوړې په موخه د امریکا د منځگړيتوب وړانديز او هڅې رد کړي، دوی به پر فلسطين خپلې مرستې ودروي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې پر فلسطين د مرستو د بندولو لامل فلسطين ته د سزا ورکولو په معنا نه، بلکې د ملگرو ملتونو په ادارې کې د اصلاحاتو غوښتلو په معنا دي.

خو رویټرز خبري اژانس د نوم نه څرگندولو په شرط د يوه امریکايي چارواکي له خولې ليکلي، چې دا مرستې به تر هغه بندې وي، تر څو، چې فلسطين د سولې په اړه د امریکا دريځ نه وي منلی.

امریکا هر کال د ملگرو ملتونو له لارې د فلسطين د عامه خدمتونو لپاره ۱۲۰ ميليونه ډالره مرستې ورکوي، خو په مقابل کې يې هر کال له اسراييلو سره له درې ميلیاردو ډالرو زياتي پوځي مرستې ورکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون