افغانستان سلايډ (فيچر)

 غني: پاکستان ته د سولې هر اړخيز لاس غځوو

ولسمشر اشرف غني يو ځل بيا پاکستان ته د سولې د هر اړخيز لاس غځولو وړانديز کړی دی.

ښاغلي غني نن چهار شنبه په کابل کې د سولې د مشورتي غونډې پر مهال وويل، چې پاکستان ته د سولې په اړه هر اړخيز لاس غځوي او روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

ولسمشر وويل: « موږ هيله‌من يو، چې زموږ د سولې د هر اړخيز لاس په ځواب کې به پاکستان هم موږ ته هر اړخيز ځواب ووايي او دواړه هېوادونه کولی شي، چې د سولې او روغې جوړې له مخې د سلگونو ميليونو انسانانو ژوند وژغوري.»

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم ويلي، چې پاکستان ته يې د سولې لاس غځولی، خو په ورته وخت کې يې تور پورې کړی، چې پاکستان د افغانستان د سولې وړانديز نه دی منلی.

ولسمشر غني دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې د ملي يووالي حکومت چارواکو تېره ورځ د سولې په اړه «د کابل پروسه» غونډې د ځنډولو اعلان وکړ.

يو شمېر حکومتي سرچينې وايي، چې دغه غونډه د راتلونکي فبرورۍ په لومړيو کې جوړېدونکې وه، خو له ولسمشر سره وېره وه، چې دغه غونډه «د پاکستان ضد روحيه» خپله نه کړي او له همدې امله يې درې اوونۍ وځنډوله.

خو د بهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال نصير احمد اندېشه ويلي، چې د کابل پروسې د ځنډولو لامل د حکومت نه چمتووالی دی.

ښاغلي غني په نننۍ غونډې کې يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړی، چې د سولې خبرو ته چمتو شي.

ښاغلي غني وويل: «که افغانان يئ راځئ له خپلو افغانانو سره خبرو ته چمتو شئ او د خپل برخليک واک گاونډيانو ته مه ورکوئ.»

طالبانو په خپلو رسمي څرگندونو کې له افغان حکومت سره د ناستې غوښتنې رد کړي او ټينگار کوي، چې د جگړې اصلي لوری د امریکايي پوځيانو شتون دی او لومړی بايد له امریکا سره خبرې وشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون