افغانستان سلايډ (فيچر)

د بلخ په دولتي ادارو کې خپلسرۍ اوج ته رسېدلې

د حکومت او عطا محمد نور تر منځ له لانجو وروسته د بلخ په سیمه ییزه حکومتولۍ کې خپلسرۍ اوج ته رسیدلي او دولتي مامورین هر هغه څه کوي چې زړه یې غواړي.

د بلخ خلکو او دولتي سرچینو نړۍنیوز ته ویلي، دولتي مامورین هره ورځ د عطا محمد نور ملاتړ ته کسان را ټولوي او د حکومتولۍ چارې د دریدو په لور روانې دې.

د مزارشریف یو اوسیدونکي، سمیع الله نړۍنیوز ته وویل، په مزارشریف کې دولتي مامورین د کار پر ځای خپل مراجعین د عطا محمد نور غونډو ته بیايي.

د هغه په وینا د نفتي موادو په ریاست کې یې له تېرې یوې میاشتې یوه لاسلیک ته اړتیا ده خو څوک یې نه ورته کوي.

دی وايي، کله یې چې له دې ستونزې د یادې ادرې مشر ته شکایت وکړ، هغه ورته وویل، چې دلته جلا حکومت دی او څوک ترې پوښتنه هم نه شي کولی.

د ښار یو بل اوسیدونکی عمر عزیزي وايي، مزارشریف ښار د پخوانیو جگړو مهال ښار ته گرځېدلی او لسگونه شخصي وسله‌وال په کې گرځي.

دی وایي، د افغانستان په هره سیمه کې چې کوم زورور یا بدماش سړی پيدا شوی، اوس راغلی بلخ ته، دې کار خلک په ویره کې کړي او حکومتولي یې نږدې په ټپه درولې.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نړۍنیوز ته تایید کړه، چې دولتي مامورین د کار پر ځای د عطا محمد نور په ملاتړ غونډو کې گډون کوي او خپل مراجعین هم هلته ورسره بیایي.

دغه سرچینې زیاته کړه، د بلخ په سیمه‌ییزه حکومتولۍ کې خپلسرۍ اوج ته رسیدلی او هیڅ دولتي مامور د مسوولیت احساس نه کوي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د بلخ ولایت د ویاند نظر هم ولرو؛ خو تر بیا بیا هڅو وروسته بریالی نه شوو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون