افغانستان سلايډ (فيچر)

کډوالو وزارت له پاکستانه د کډوالو راتگ ته د بیړني چمتوالي په هڅه کې دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وروسته له هغه له پاکستانه د کډوالو د بیرته راتگ لپاره د بیړني چمتوالي هڅې پیل کړې، چې پاکستاني مسولینو تر جنورۍ وروسته د افغان کډوالو د ایستلو پر پریکړه ټینگار کړی.

د دغه وزارت مطبوعاتۍ سلاکار حفیظ میاخیل وايي، که پاکستان افغان کډوال وباسي، دوی ورته د بیړني چمتوالي لپاره ځېنې گامونه اخیستي دي.

هغه د پاکستان دا کار د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو او پخوانیو ژمنو خلاف بولي.

د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جرئت هم ویلي، که پاکستان افغان کډوال وباسي، دوی ورته د را ستنېدو لپاره د بیړني چمتوالي ځېنې کارونه پيل کړي دي.

په همدې حال کې تېره ورځ ولسمشر غني هم کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د څلور میلونه کډوالو د را ستنېدو لپاره به جدي کار وکړي.

غني وویل، له کډوالو پرته افغانستان نیمگړی دی او هغوی ته باید په عزت سره خپل هېواد ته د را ستنېدو زمینه برابره شي.

په همدې حال کې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې هغه غوښتنه رد کړې، چې افغان ډيپلوماټانو او چارواکو ترې کړې وه او ترې غوښتي یې و، چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه دې افغان کډوالو ته په پاکستان کې د پاتې کېدو وخت ورکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون