سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

روسیه: له طالبانو سره دې جدي او مخامخ خبرې وشي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارلو وزارت وايي، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ باید د سولې بیړنۍ او مخامخ خبرې وشي تر څو مثبته پایله تر لاسه شي.

روسیې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو لپاره د منځگړتوب او کوربه توب لپاره هم چمتوالی ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د جگړې د پای ته رسولو لپاره باید د سولې بیړنۍ او جدي خبرې پیل شي.

خبرپاڼه وايي، مسکو چمتو دی دواړو لورو ته د خبرو اترو یوه منظمه طرح ورکړي او په دې برخه کې تر خپلې هڅې مرسته ورسره وکړي.

د سرچینې په حواله د افغان سولې لپاره باید د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سم گام واخیستل شي.

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ماموریت او د دغه ماموریت بڼه بې اغیزه بلل شوې ده.

نږدې میاشت وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر روسیې ته د خپل سفر پر مهال له دغه هېواده غوښتي و، چې له طالبانو سره له اړیکو دې د سولې لپاره کار واخلي.

روسیې که څه هم له طالبانو سره د اړیکو پخلی کړی؛ خو ویلي یې دي له دغې ډلې سره ژورې اړېکې نه لري.

روسیه په داسې مهال د افغان سولې غوښتنه کوي، چې په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي، له طالبانو سره د سولې خبرې یې نږدې شوې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون