سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

نکي هيلي: افغانستان پر پاکستان د فشار زياتولو غوښتنه کوي

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نکي هيلي افغانستان ته د سفر پر مهال ويلي، چې افغان حکومت له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې پر پاکستان بايد فشارونه زيات شي.

نکي هيلي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له څوارلس کسیز پلاوي سره په کابل کې افغان چارواکو سره خبرې کړي او دغه پلاوي ټينگار کړی، چې له طالبانو سره دې د خبرو لپاره چمتووالی ونيول شي.

نکي هيلي په کابل کې د ملگرو ملتونو په دفتر کې خبرغونډې ته وويل: «زه ډاډه يم، چې طالبان به په لنډ وخت کې د خبرو مېز ته حاضر شي.»

د امریکا استازې ويلي، چې له افغان چارواکو سره يې د سولې اړوند لارو چارو په اړه خبرې کړي او زياتوي، چې د افغان حکومت په باور د افغان سولې او ټيکاو لپاره بايد پر پاکستان فشارونه زيات شي، تر څو طالبانو د خبرو  مېز ته حاضر شي.

نکي هيلي د افغانستان وروستی وضعيت هيله بښونکی بللی او زياتوي، چې افغانستان په ښه لوري روان دی او شونې ده، چې طالبان په لنډ وخت کې د سولې خبرو ته چمتو شي.

سره له دې، چې نکي هيلي د افغانستان له لوري پر پاکستان د فشار زیاتولو غوښتنه وکړه، خو د دغو فشارونو د څرگنوالي په اړه يې څه نه دي ويلي.

نکي هيلي ويلي، چې «امریکا به په پاکستان ته ميلياردونه ډالره مرستې ور نه کړي، چې زموږ دښمنان پرې قوي کړي او زموږ عسکر پرې ووژني.»

د امریکا استازې دا هم ويلي، چې د افغان حکومت په غوښتنو کې د نشه‌يي توکو د کرکيلې او سوداگرۍ مخنیوی هم شامل دی.

له ۲۰۱۰ راهيسې دا لومړی ځل دی، چې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پلاوی کابل ته سفر کوي او افغان حکومت به راتلونکې مياشت په کابل کې د افغان سولې په تړاو د «کابل پروسې» غونډې کوربه وي.

افغان حکومت هيله څرگنده کړې، چې د دغې غونډې له لارې به په هېواد کې سوله او ټيکاو راشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون